اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) پاکستان د مقبوضه جمو کشمير پحقله د هندي حكومت لخوا د شويو اعلانونو په سختو ټكو غندنه ??ولو سره دا رد كولو سره وئيلي دي چې د هندي واكمنو يو اړخيزه هر اقدام د متنازعه سيمې حېثيت نه شي بدلولې٬ ??اكستان به د غير قانوني اقداماتو لاره نيولو لپاره ټولې ممكنه ??ارې اختياروي?? د ??ل په ورځ د خارجه دفتر وياند خپل يو بيان كښې په مقبوضه كشمير كښې د هندي واكمنو په اعلانونو د غبرګون څرګندونه ??ولو سره وئيلي دي چې مقبوضه كشمير په نړيواله كچه منلې شوې متنازعه سيمه ده۔ وياند ووئيل د هندي واكمنو يو اړخيزه هر اقدام د متنازعه سيمې حېثيت نه شي بدلولې لكه څنګه چې دا د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په قراردادونو كښې شخړيزه سيمه ده٬ د جمو کشمير او پاکستان اولس لپاره به دا د نه ??بلېدو وړ وي۔ وياند ووئيل د نړيوالې شخړې د يو فريق په حېث پاكستان به د غېر قانوني اقدامات لاره نيولو لپاره ټولې ممكنه ??ارې خپلوي٬ پاکستان د کشمير نصب العين او د مقبوضه کشمير اولس له د نا قابل تنسيخ حق خود اراديت ترلاسه كولو لپاره د خپل سياسي، اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتلو د پوخ لوظ پخپلې هم كړې۔ (ګ ل