اسلام آباد 09 اګست (اے پی پی)د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعو??ن وئېلي دي د كشمير مسئلې په اړه پاكستان په خپل دريځ ولاړ دے٬پاكستان به په كوم صورتحال كښې هم په خپل دريځ كښې لچك نه راولي٬وزيراعظم د كشمير مسئلې په لړ كښې د منطقې صورتحال په اړه كابينه خبر كړی۔دې دا خبره د جمعې په ورځ د وفاقي كابينې غونډې نه وروستو پرېس بريفنګ كښې كړی۔ډاكټر فردوس عاشق اعو??ن ووئيل وزيراعظم عمران خ??ن وفاقي كابينه د كشمير مسئلې په لړ كښې د منطقې د صورتحال څخه خبر كړه۔كابينې ته ووئيل شول د پارليماني قرارداد په تناظر كښې بېل فوكل ډلې جوړې كړی شوي۔دې ??وئيل هند په كشمير كښې په اولس تر??ه ګري كوي٬د كشمير كاز په اړه پاكستان په خپل دريځ ولاړ دے۔پاكستان به په يو صورت هم خپل دريځ كښې لچك نه راولي۔دې ??وئيل د وزيراعظم په منطقه كښې د امن بيانيه ټولې نړۍ ستائېلې۔٬ټولې نړۍ په وزيراعظم عمران خان د باور څرګندونه كړې۔دې ??وئيل د هېواد ښه والې٬سلامتيا او دفاع د موجوده حكومت ترجيح ده۔ډاكټر فردوس عاشق اعو??ن ووئيل وفاقي كابينې په كراچۍ كښې د صفائۍ صورتحال هم جاج واخست۔وزيراعظم د كراچۍ په صفائۍ كښې اېف ډبليو ته مركزي كردار ورپغاړه كړی وو۔خاص مرستيالې ووئيل وزيراعظم ټولو وزارتونو ته عام كس ته د رېليف وركولو لپاره تجاويز د كابينې غونډه كښې ته د وړاندې ??ولو هدايت كړی۔دې ??وئيل د وسائل غېر م??صفانه وېش د بنيادي مسئلو سوب دے٬مېرمنې خپلواكه جوړولو لپاره حكومت خاص اقدامات كوي ٬ دې ??وئېل د وزيراعظم په هدايت په رېلوے سټېشنز مېرمنو لپاره خاص مېكنزم جوړ كړی٬ځوانانو او خواري كښو ته به خاص مراعات وركولې