اسلام آباد ۔ 15 اګست (اے پی پی) پاکستان هندي دو??م هائي كمشنر ګورو اهلووالیا خارجه دفتر ته طلب كولو سره په اېل او سي د هند د سيز فائر خلاف ورزيو په سختو ټكو كښې غندنه وكړه۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند خپل يو بيان كښې ووئيل د خارجه دفتر د سوئيلي آسيا او سارك هېوادونو ډي جي ډاكټر محمد فېصل د هند دو??م هائي كمشنر راوبللو او د اګست په 15 مه نېټه د زيارت په ورځ په اېل او سي د هند د سيز فائر خلاف ورزيو پېښې ئې غندنه وكړه كومه كښی چې نائیک تنویر احمد، لانس نائیک تېمور اسلم او سپاهي محمد رمضان شهيد شو۔ ډاكټر فېصل ووئيل د هند لخوا په کنټرول لائن او ورکنګ باؤنډرۍد كال2003ء د جنګ بندۍ لوظنامې پرله پسې خلاف ورزۍ كولې شي۔ د هند لخوا د سيز فائر خلاف ورزيو سره سيمه ايز استحكام او امن خطر سره مخ دې چې ورسره ټوله منطقه كښې ستراتيجيكي غلط فه??ۍ رامخې ته كېدې شي۔ ده په هند زور راوړو چې د جنګ بندۍ لوظنامې احترام وكړي۔ ده هند څخه غوښتنه وكړه چې هغ?? د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل پ??ېك??و ترمخه د ملګرو ملتونو ملټری آبزرور ګروپ ته د اېل او سي او وركنګ باؤنډرۍ دوره اجازه وركړي دغسې چې هغ??ي خپل كردار ترسره كړې شي۔