اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چ?? د ??لګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښ?? د ??زيراعظم عمران خان وېنا ډېره موثره وه د كومې چې ??ه يوازې په مشرقي بلكې مغربي نړۍ كښې هم ډاډګېرنه شوې٬ د هند فرغونيت زمونږ په وړاندې دے٬ پاكستان په يو نه په يو شمېر محاذونو بوخت دے٬ وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د ملاقات په مهال د كشمير مسئلې په اړه د زمكي حقائقو نه خبر كړے٬ د سلامتي كونسل ذمه وا??ي ده چې د انسانيت په باره كښې سوچ وكړي٬ خوشحاله يو چې ??ه افغانستان كښ?? د ??اكنو پړاؤ ترسره شو٬ پاكستان٬ تركيې او مالېزيا د اسلام صحيح تشخص په ډاګه كولو او د اسلام فوبيا مقابله كولو لپاره په شريكه د ټي وي لانچ كولو پرېكړه كړې۔ د خالي په ورځ يو نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې شاه محمود قريشي ووئيل چې ??اكستان په خارجه محاذ يو شمېر چېلنجونو سره مخ دے چې ??كښې د افغانستان مسئله او د اېران او سعودي ترمېنځهه تاؤ تريخوالې شامل دے۔ ده ووئيل چې ??ه افغانستان كښې امن لپاره پ??كستان خپل كردار ترسره كړے٬ د افغانستان په مسئله ښه پ??مختګ شوے٬ زلمي خليل زاد مونږ ته ووئيل چې طالبانو سره ټولې معاملې ترسره شوې وې خو له بده مرغه حتمي لوظنامه ونه شوه خو مونږ به د طالبانو او امريكې ترمېنځه بېرته د مذاكراتو بحالې لپاره هڅې روانې ساتو۔ ده ووئيل چې خوشحاله يو چې ??ه افغانستان كښ?? د ??اكنو پړاؤ ترسره شو٬ د افغانستان په خواست مو د پولې پرانستې پرېښودو پرېكړه كړې وه چې دغسې د انتخابي عمل په مهال خلق اسانيې ولري۔