اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پي پي) په پاكستان كښې غېر ملكي سفيرانو او هائي ك??شن??انو د نهې په ورځ د كنټرول لائن د نوسهري٬ شاه كوټ او د جورا سېكټر دوره كړې ده ۔ په دې دوره كښې غېر ملكي سفيرانو ته په اېل او سي د هندي ??ر لښكر د كېمپونو تباه كولو او بې بنسټه دعوٰي د نړۍ په وړاندې څرګنده كړې شوه۔ د خارجه وزارت د سوئيلي آسيا ا?? سارك ډائرېكټر جنرل ډاكټر محمد فېصل هم غېر ملكي سفيرانو سره ملګرې و۔ د هند ناظم الامور ګوروو اهلوواليا ته هم د اېل او سي د دورې كولو خاص بلنه وركړې شوې وه خو د هندي ??كومت يا هائي كميسون لخوا ك??م ځواب ورنه كړې شو او خاموشي اختيار كړې شوه چې ورسره د هندي ??رلښكر دروغ رامخې ته شول ۔ ده وئېلې په پاكستان كښې د هند ناظم الامور ګورر اهلوواليا د اېل او سي دوره اونه كړه۔ د خارجه وزارت د سوئيلي آسيا ا?? سارك ډائرېكټر جنرل ډاكټر محمد فېصل هم غېر ملكي سفيرانو سره و كوم چې په خپل ټويټ كښې وئيلي دي ?? هندي ??رلښكر دعوٰي يوازې دعوٰي پاتې شوې۔ ده ووئيل د هند كوم سفارتكار مونږ سره د اېل او سي په دوره لاړ نشو ۔ ده ووئيل هند د شوې دعوې لانچنګ پېډز هم نه دي وركړي۔ وياند ووئيل په پاكستان كښې غېر ملكي سفيرانو او هائي ك??شن??انو د كنټرول لائن د نوسهري٬ شاه كوټ او د جورا سېكټر دوره كړې ۔ ده ووئيل هندي ځواكونو د اكتوبر په 19 او 20 نېټه آبادي په درنه توپخانه په نخښه كړې وه۔ په دغې كښې د يو پوځي ځوان پشمول 6 وګړي شهيدان شوي وو۔ د هند سرلښكر جنرال بپن راوت د درې ترهګرو كېمپونو تباه كولو بې بنسټه ادعا كړې وه۔ پاكستان د هندي ??رلښكر بيان رد كړې و او هند ته ئې ريښتيا ثابتولو څرګند چېلنج وركړې ؤ۔