اسلام آباد 20 دسمبر (اے پ?? پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د جمعې په ورځ ډپلوميټك انکليو كښ?? د ??ين د پخواني سفارت دوره كړې ۔ په دې موقع پاكستان كښ?? د ??ين سفير ياٶ جنګ د خارجه وزير هركلې وكړو۔ په دې موقع خارجه سېكتر سهېل محمود، خاص سېكتر معظم خان، د خارجه دفتر ويانده عائشه فاروقي او د خارجه وزارت لوړ پوري هم خارجه وزير سره ملګري وو۔ د چين حکومت د فارن سروس اکيډمۍ منتقلۍ لپاره د چين د پخواني سفارت وداني خارجه وزارت ته د سپارلو وړاندېز وركړې ٶ۔ خارجه وز??ر د چين حكومت لخوا د خېرسګالۍ ج??بې له مخې دا وړاندېز د مننې سره قبول كړې ٶ۔ د چين سفارت لخوا د دې ودانۍ رنګ روغن او ښكلا نه پس به دا خارجه وزارت ته سپارلې شي او په ودانۍ ټول خرڅونه به د خېرسګالۍ ج??بې له مخ?? د ??ين حكومت پورته كوي۔ خارجه وز??ر د خېرسګالۍ ج??بې په دې اقدام د وزيراعظم عمران خان لخوا هم د چين چارواكو خاص مننه وكړه۔ د چين سفارت دا وداني 80 كناله ده۔ په دې موقع خارجه وز??ر د ودانۍ د بېلا بېلو برخو دوره هم وكړه٬ فارن سروس اکيډېمي به د رنګ روغن او ښائسته كولو نه پس د چين لخوا د ډالۍ په توګه وركولې شي