اسلام آباد 02 مارچ (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو ل??اره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلې دي وزيراعظم عمران خان د ګرانۍ كمولو او اولس ته د آسانيو وركولو عزم لري٬ د عملي اقداماتو خواږه اولس ته رسېدل پېل شوي٬ د سي پي آئي له مخې د خوراك څښاك بيعه كښې واضح كمې راغلې او د خوراك څښاك څيزونو بيعه سږ كال د جنورۍ 14.6 في??ده شرح په مقابل كښې فرورۍ مياشت كښې 12.4 في??ده ته راغلې۔ ?? ګل په ورځ خپل ټويټ كښې دې ووئيل وزيراعظم عمران خان د ګرانۍ كمولو او اولس ته د آسانيو وركولو عزم لري ٬ د خوراك څښاك څيزونو بيعه سږ كال د جنورۍ 14.6 في??ده شرح په مقابل كښې فرورۍ كښې 12.4 في??ده ته راغلې ٬ دغسې په كليوالو سيمو كښې د 16.3 في??ده نه 14.2 في??ده ته راغلې ۔دې ووئېل د خوراك څښاك څيزونو ارزانېدو ګټه به نېغه په نېغه اولس ته رسي۔ دې ووئيل د خوراك څښاك څېزونو بيعه په جنورۍ كښې 19.5 في??ده وه كومه چې اوس 15.2 في??ده شوې او د خوراك څښاك څيزونو نه غېر د نورو څيزونو بيعه د ډبل نه سنګل ډېجټ ته راغلې ده او په مارچ مياشت كښې د لا كمي امكان لري