اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود د تعليمي ادارو مشرانو ته وئيلي دي چې کرونا وائرس څخه بچ كېدو لپاره دې په ??ېس او پيز په سختۍ سره عمل درآمد وكړ?? شي۔ د نهې په ورځ وفاقي وزير د اسلام آباد د بېلا بېلو سكولونو دوره كولو سره د تعليمي ادارو د هلو ځلو بيا پېل كېدو جاج واخست۔ په دې موقع وفاقي وزير د كرونا وباء په سوب د شپږ مياشتو راهسې بند سكولونو ته په راتګ د زده كوٶنكو هركلے وكړو۔ شفقت محمود د درې سكولو محسن مرتضي ماډل س??ول فار بوائز جي4/6، اسلام آباد کالج فار بوائز جي3/6 او اسلام آباد ماډل س??ول فار ګرلز/ بوائز سيد پور ويلج دوره وكړه۔ وفاقي وزير په زده كوٶنكو زور رواړو چې ھغوي دې په ??ېس او پيز په سختۍ سره عمل وكړي او ماسك دې استعمال كړي۔ ده ووېيل دا يو لوي چېلنج دې او په دې چېلنج كښې به كاميابي ترلاسه كوٶ۔ ده ووئيل د هر سكول مانيټرنګ كېږي او چرته چې په ??ېس او پيز عملدرامد نه كېږي ورته به وارننګ وركول?? شي۔ ده ووئيل په ??ېس او پيز عمل نه كولو په صورت كښې سكول بندېدې هم شي۔ ده ووئيل د هېواد 215 پوهنتونه دي٬ هر پوهنتون كښې هاسټل دي په دې كښې دې هم د ??ېس او پيز خيال وساتل?? شي۔ ده ووئيل مرحله وار به د كوچينانو شمېره زياتوٶ۔ ده ووئيل سكول ته د تګ راتګ مرحله هم اهم ده