پېښور ۔3اکتوبر (اے پی پی) د خیبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان وئیلي دي چې د پاکستان په تاریخ کښې د لومړي ځل لپاره د بدعنوانه عناصرو سپېځلې محاسبه پیل شوې او د هیواد اقتصاد سم لور ته راوړل شوے دے. سره له دې چې پاكستان یو ضعیف هیواد دے ٬ د کورونا ناروغۍ سره مبارزه کښې د هېواد د مشرتابه پرېکړې پ?? نړیواله کچه وستایلې شوې. هغه ??وئ??ل نن د اروپايي هېوادونو په شمول ټول?? نړۍ د موجوده اولس دو??ته حكومت د معاشي ګامونو او احتسابي عمل اعتراف كوي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ د اروپائي هېوادونو فرانس ٬ اطاليا او برطانيې د تحريك انصاف عهدېدارو سره ګورنر هاؤس كښې پېښور كښې ملاقات كښې وكړه۔ ملاقات كشې د صوبائي اسمبلۍ سپيكر مشتاق احمد غني هم موجودوو۔ د پي ټي آئي اروپائي پلاوي كښې پېرس څخ?? مشر غړے ياسر خان ٬ اطاليا څخ?? عمران يونس او برطانيه څخ?? مشتاق احمد شېخ شامل وو۔ په دې موقع ګورنر شاه فرمان ??وئ??ل چې د پي ټي آی اوسنی حکومت د شفافیت ، وړتیا او حساب ورکونې په ايجنډا روان دے۔ موجوده ملكي مشرتابه د پاکستان وقار نړۍ ته په ډاګه كړې دې۔ د اوسني حكومت غوره پرېكړو سر?? نړۍ كښی د پاكستان وقار زيات شوے دے۔ ده اروپايي هیوادونو کې د پی ټی آئي چارواکو او كارمندانو د كردار ستائنه وكړه۔