اسلام آباد۔05 اکتوبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز احمد شاه وئيلي دي چې د نړۍ كوم هم جمهوري روايت د ادارو عزت د پښو لاندې كولو اجازه نه وركوي۔ دا??له وزير د اپوزيشن تحريك د رياست په ضد وګرځولو۔ د ګل په ورځ د دا??له وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير ووئيل نواز شريف كوم چې پخپله يو مجرم دے او عدالتي احكامات نه منلو سره بهر هېواد كښې ئې پناه اخستې او د رياست په ضد پروپېګنډه چلوي دغسې چې ځان احتساب نه بچ كړے شي۔ دا??له وزير د اپوزيشن لخوا د جمهوريت په نامه ګرد هېواد كښې د لاريونونو ويستلو اجازې وركولو مخالفت وكړو۔ ده ووئيل رياست دومره كمزورې هم نه دے چې د قومي ادارو په ضد د كركې ټكي كاروونكو ت?? سر ټيټ كړي۔ اوس كله چې نواز شريف ته معلومه شوه چې هغه له به لوټ ??ړې شوې مال بېرته راوړل وي او عدالت ته به مخامخ كېدل وي نو هغه د رياستي ادارو په ضد د سپكاوي ايجنډا پېل كړه۔ دا??له وزير ووئيل وزيراعظم عمران خان دوه كاله وړاندې په خپل اولني تقرير ك??ې اعلان ??ړې وو چې كه چا ته په ټول ټاكنو كښې ټګي ښكاري نو هغه په وخت اعتراض كولې شي۔ اوس دوه كاله وروستو د ټاكنو سپېځلتيا ته ګوټې ولې نيولې كېږي۔ دا??له وزير ووئيل دا لاريونونه د پاكستان پياوړتيا او جمهوري رواياتو سره هېڅ ت??لق نه لري۔ دا رياست مخالف ايجنډا هېواد ك??ې اړې ګړې رامخې ته كولو له كولې شي۔ چې ګټه به ئې هېواد دښمنه عناصرو ت?? ورسي۔ دا??له وزير ووئيل پاكستان او ددې د ادارو تحفظ باوري كول زمونږ فرض دي او په دې به هېڅ سودا كولې نه شي