لاهور 15 اکتوبر (اے پي پي) قامي خزانې لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال عبد الحفيظ شېخ وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې حكومت هېواد ديواليه كېدو نه بچ كړ??٬ د ماضي واكمنو د غلطو پاليسو په سوب د هېواد معيشت تباهۍ سره مخ شوے ٬ تعميراتي څانګې له حكومت تاريخي پېكج وركړے٬ د كرنټ اکاٶنټ خساره كښې كمے د حكومت د كاميابه پاليسو نتيجه ده٬ د بزنس كميونټي د مسئلو حل لپاره ټول ترلاسه وسائل كاروٶ‘ نن پاكستان د پرمختګ او سوكالۍ په لاره روان شوے ۔ د دې خيالاتو څرګندونه د?? د ??يارت په ورځ ګورنر هاٶس لاهور كښې د بزنس کميونټي پلاوي سره په خبرو كښې كړ??۔ په دې موقع د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور‘ د خزانې صوبائي وزير هاشم جواں بخت او د چېمبر آف کامرس اينډ انډسټري صدر او نور عهدېدار هم موجود وو۔ ده ووئيل پخوانو دورونو كښې د ناقصه منصوبه بندۍ په سوب د هېواد برآمدات د زيرو نه هم كم شوي او د هېواد صنعت زيان سره مخ شوے۔ عبدالحفيظ شېخ ووئيل آئي اېم اېف سره م?? مراجع?? د ??وق نه نه بلكې د مجبورۍ نه كړ??٬ د مشکل معاشي صورتحال نه وتلو لپاره حكومت له سختې پرېكړې كول وو خو اوس چا??ې تر ډېره حده ښې شوي۔ده ووئېل د پاكستان د مستحكم معيشت اعتراف نن ټوله نړۍ كوي‘ داسې معاشي اقدامات كوٶ چې ورسره كوټلې او مستحكم معيشت رامخې ته شي او حكومت څخه تړلې اميدونه سر شي۔ ده ووئيل ځوانانو ت?? د ??وزګار يو ډول موقعې وركولو لپاره حكومت موثره اقدامات كوي۔ عبدالحفيظ شېخ ووئېل د كرونا په سوب حكومتي ??رض?? زياتې شوي٬ حكومت 5 زره اربه روپۍ قرض وركړے ‘ بهرنۍ خساره د 20 اربه ډالرو نه 3 اربه ډالرو ته راغلې ‘نان ټېکس ريونيو د 11 زره اربه نه 15 زره اربه ته رسولې شوې ۔ ده ووئيل د غنمو بيعه كښې د اضافې بنيادي سوب د هېواد د پېداوار نه زيات طلب دے چې په سوب ئې غنم د بهر نه راغوښتل وي٬ ده ووئيل حكومت خرڅونه كمولو او ټېكس كولېكشن زيات كړ?? ۔ ده ووئيل د ذخيرہ اندوزو او مصنوعي ګراني پېدا كوٶنكو په ضد به سخته كاروائي كولې شي٬ د ګرانۍ كمولو په اړه وزيراعظم عمران خان هم خپله مانيټرنګ كوي، حکومت به ډېر زر په ګرانۍ قابو ومومي