پېښور 17 دسمبر (اے پی پی) د سېنېټ ډپ??ی چیئرمېن سلیم مانډوی والا د خېبر پښتونخوا بزنس کمیونټی ته وئيلي دي چې د نيب او اېف بی آر د اړخه راليږلې شوي نوټسز او د کی??ون?? تفصیلات به سېنېټ له وركولې شي چې په رڼا كښې به ئې د نیب او اېف بی آر غیر قانوني اقداماتو په ضد تګلاره مرتب کولې شي۔ نیب ته د ان??ر انوائسنګ کی??ون?? چا ليږلې دي۔ سېنېټ ټاكنې به په وخت او د خپلې تګلارې له مخې كيږي۔ دې څخه وړاندې سېنېټ ټاكنو له آئین كښې بدلون ته اړتيا ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تيره ورځ د سرحد چیمبر آف کامرس اینډ ان??سټری صدر شیر باز بلور په مشرۍ كښې د غونډې په مهال بزنس کمیونټی ته خطاب کښې وكړه۔په دې موقع د سرحد چیمبر سینئر نائب صدر انجینئر منظور الٰهی‘ نائب صدر جنید الطاف‘ پخوانے صدر د اېف پی سی سی آئی غضنفر بلور‘ پخوانو صدرانو زاهدالله شنواري ‘ ملك نیاز احمد‘ فیض محمد فیضی‘ سینیټر بهره مند تنګی‘ پخواني اېم پی اے ضیاﺀ الله آفریدي‘ پخواني سینئر نائب صدر شاهد حسین‘ پخوانې نائب صدور عبدالجلیل جان‘ عابد الله یوسفزئی‘ د ای??زیکټو کمېټۍ غړو کامران زیب‘ ملك محسن سجاد‘ محمد نعیم بټ‘ مجیب الرحمان‘ محمد طارق‘ محمد سجاد‘ محمد اورنګزیب‘ فضل مقیم‘ فیض رسول پشمول سوداګر او صنعتکار په كن شمير موجود وؤ۔د سېنېټ ډپ??ی چیئرمېن سلیم مانډوی والا ووئيل د خېبر پښتونخوا اولس د هېواد معیشت پرمختګ كښې په زړه پورې كردار ترسره كوي