كراچې 05 جنوری (اے پي پي) د پا??ست??ن هندو فورم چيئرمېن او د قومي اقليتي كميشن غړي ډاكټر جے پال چهابړيا وئيلي ذي چې د كال 1949م د جنورې 5مه نېټه هغه ورځ ده كله چې ملګرو ملتونو مقبوضه كشمير ته د خپلواكې د حق باور وركړے و، خو د ملګرو ملتونو دا قرارداد تر نن ورځ عملي نه كړے شو. ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان په وړومبې ورځ هندوستان كښې ??ول?? مسئلې د خبرو د لارې د حل كولو وړاندېز كړے و ځكه چې جنګ د مسئلو حل نه وي خو مودي د انتهاخوښې په پالېسې روان دے. ده ووئيل چې د كشمير په مسئله د ملګرو ملتونو قراردادونه عملي كړے شي. ده ووئيل چې مونږ به په ټوله نړۍ كښې د مودي د ظلمونو په ضد غږ پورته كوو او نړۍ به د مودي د ظلمونو نه خبروو. ده ووئيل چې د پا??ست??ن ټوله هندو ټولنه خپل پاك پوځ سره اوګه په اوګه ولاړه ده. ده ووئيل چې په پا??ست??ن كښې ټول اقليتونه حقوق لري او د دې په ضد په هندوستان كښې انتهاخوښي ده، هلته نه يوازې په مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه كشميريانو ظلم كې??ي بلكې په هندوستان كښې دننه هم نورو اقليتونو سره غېر انساني رويه ساتل كې??ي.