اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) پاك فضائيه مشر ايئرچيف مارشل مجاهد انور خان وئيلي دي چې پاكستان يو ذمه واره او امن خوښې هېواد دې او زمونږ وسله والو ځواك??نه هر وخت د هېواد دفاع لپاره چمتو دي، زمونږ د امن خواهش دې كمزوري ??نه ګڼلې شي او د هر ډول مهم جوئي په صورت كښې به بشپړه ځواب وركولې شي۔ د پاك فضائيه وياند له مخې د خالي په ورځ كوآپرېشن سوئفټ ريټارټ په دوه كاله پو??ه كيدو ايئرهيډ كوارټرز اسلام آباد كښې يوه دستوره وشوه چرته چې د پاك فضائيه الوتكو فلائي پاسټ وكړو دغسې زدكونكو ملي نغمې هم وړاندي كړي۔ د دستورې مشر ميلمه د پاك فضائيه مشر ائير چيف مارشل مجاهد انور ؤ۔ دستورې ته وينا كښې ايئرمارشل ووئيل 27 فروري نه يواځي د پاك فضائيه د تاريخ مهمه ورځ ده بلكه دا د هېواد د تاريخ لپاره هم مهمه ورځ ده، په دې تاريخي ورځ پاك فضائيه يو ځل بيا د خپل ښه صلاحيت څرګند??نه كړي او بريد كونكي ئې ناكامه كړي چا چې غلطې اندازې لګولو سره زمونږ خپلواكۍ ته زيان رسولو۔ ده ووئيل پاك فضائيه په زړه پژرې ځواب وركولو سره د قوم سر پو??ته كړي او قوم په دې وياړ لري، مونږ په فضا كښې خپله سرلوړي قائم كړي، زه په آپريشن سوئفټ ريټارټ كښې د پاك فضائيه د ټولو ځوانانو د اړخه پيشه واره پوهې، مړاني او عزم ستائنه كوم۔ ده ووئيل نړيوال او سيمه ايز امن او په خاص توګه افغانستان، مينځني ختيز لپاره زمونږ هڅي د نړيوالې ورورولۍ د اړخه منل?? كيږي۔ايئر چيف ووئيل د امن دا ډول څرګند??نه نړۍ هله وليدله كله چې حكومت پاكستان نيولې شوي د هند پائلوټ په غيرمشروط توګه بيرته وركړو،خو بيا هم دا واضحه كول غواړم چې زمونږ د امن هڅې دې كمزوري ??نه ګڼلې شي، د هر ډول جارحيت به په زړه پو??ي ډول ځواب وركولې شي۔ده ووئيل كووډ 19 وبا چيلنجونو باوجود پاك فضائيه امن په ځائې ساتلو او جارحيت ناكامه كولو له هر وخت چمتو دې، د وبا په مهال د پاك فضائيه عزم د كتلو ؤ۔ د پاك فضائيه مشر ځوانانو ته مخاطب كيدو سره ووئيل بايد تاسو د قومي دفاع مقدس فرض ادا كولو سره په دې وياړ وكړئ، مونږ به عمر له چمتو يو، ياد وساتئ پاكستان د بيلو چيلنجونو مقابله كوي كوم چې زمونږ په وخت ځواب وركولو له زمونږ د صلاحيت غوښتنه كوي، بايد مونږ د زمكې او فضا دفاع لپاره هر وخت چمتو پاتي ??و۔