اسلام آباد۔7مارچ (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي وزيراعظم عمران خان عزم كړے دے چې هېواد ته زيان رسوؤنكي به پرېښودلې نه شي۔ د ګرانۍ په ضد ??غه د جهاد اعلان كړے دے۔ سپېځلې ټاكنو له به مهم ګامونه پورته پورته كوؤ۔ د معيشت استحكام نه وروستو به د دې مېوې اوس بې وزله اولس ته ترلاسه شي۔ د پېسې سياست كوؤنكي د اولس د ګټې په ځائې خپل كاروبار او د كرپشن مقدمو كښې ريليف لپاره يو وارې بيا د اقتدار خوبونه ويني۔ عمران د اقتدار پرواه نه كوي۔ د اتوار په ورځ پرېس انفارمېشن ډیپارټمنټ كښې خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې ??غه ووئيل وزیراعظم عمران خان قامی اسمبلۍ نه د اعتماد ووټ واخست۔ د وزیراعظم عمران خان او تحریک انصاف سیاست په اقدارو او اصولو اډانه لري هم دغه سبب دے چې سېنېټ كښې په عمومي چوكۍ پېسې لګولو سره د پي ډي اېم كانديد كامياب شوِ۔ وزيراعظم ايوان نه د اعتماد ووټ اخستلو زړه وره پړېكړه وكړه۔ ??غه ووئيل پي ډي اېم كښې شامل قوتونو د هېواد اخلاقي اقدار برباد كړي دي۔ دوئي د كال 1985 نه د پېسو او ګټو په لالچ سياست كښې راغلي دي۔ د دوئي په حكومتونو كښې هېواد په معاشي ٬ سماجي او جمهوري توګه كنګال شو۔ اقتدار كښې راتللو سره دوئي د اربونو روپو جائيدادونه جوړ كړل۔ يو ګوند د ډوډۍ، کپړې او مکان نعرہ پورته كړه نو بلخوا نواز شريف او د ??غه ملګري دي د كومو د كرپشن كيسې چې عامې دي۔ ??غه ووئيل كال 1997 كښې قامي اسمبلۍ كښې د تحريك انصاف كومه چوكۍ نه وه۔ په كال 2001ﺀ كښې ئې 1 چوكۍ لرله۔ د كال 2008 ټاكنو نه پي ټي ئي بائيكاټ كړے وو۔ په كال 2013 كښې كے پي كے كښې د پي ټي آئي اولنے حكومت جوړ ش??۔ كال 2018 كښې وفاق كښې پي ټي آئي اكثريت ترلاسه كړو۔ د كاركردګۍ په بنياد د كے پي كے اولس يو وارې بيا پي ټي آئي ته موقعه وركړه۔ نن په كال 2021 كښې سېنېټ كښې هم تحريك انصاف د يو لوئے ګوند په حېث رامخے ته شوے دے۔ ??غه ووئيل د سېنېټ ټاكنو نه يوه ورځ وړاندے د يوسف رضا ګېلاني زوي د ووټ خرابولو طريقه ښودله۔ په ټاكنو كښې ئې پېسه وكاروله۔ اوس هغوي دې ته كاميابي وائي۔ ??غه ووئيل مونږ په سختو حالاتو كښې هم معيشت مستحكم كړے دے۔ لويې مسئلې مو ح?? كړي دي۔ ??غه ووئيل بې وزله اولس ته ټارګټډ سبسډي وركولې شي۔ په دې د درې مياشتو نه كار روان دے۔ ??غه ووئيل وزيراعظم اولس ته د روغتيا په شمول نورې آسانۍ وركوي۔ ??غه ووئيل بلاول او مريم چې تېره ورځ خبري كنفرنس كښې كومې خبرې كړي دي دا نه ښكارېده چې بلاول د آكسفورډ نه زده كړې ترلاسه كړې دي۔ د بلاول ژبه ??غه وه كومه چې رانا ثناﺀ ا??له كاروي۔ ??غه ووئيل دوي چې د خپل دولت بچ كولو له كوم سياست پېل كړے دے دوئي ته هر ځائې ماتې شوې ده۔ ګلګت بلتستان كښې دوئي ماتې خوړلې ٬ د دوئي د لاهور جلسه ناكامه شوې۔ دوئي هېواد ته داسې چاپیرچل وركړے چرته چې شريف وګړے ځان كمزورې ګڼيِ۔ دا كلتور به عمران خان بدلوي۔ داسې مهذبه ټولنه به جوړولې شي چرته به چې اخلاقيات ته سرلوړي ترلاسه وي۔ پاكستان به د نورو هېوادونو په رنګ پرمختګ وكړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ??غه ووئيل يوسف رضا ګېلاني رشوت وركولو سره سېنېټر جوړ شوے۔ د ??غه زوئي اعتراف كړے۔ د ??غه نه دے په دې حقله پوښتنه وكړې شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ??غه ووئيل د سېنېټ چيئرمېن چوكۍ له زمونږ كانديد صادق سنجرانی دے او مونږ به د سېنېټ چيئرمېن ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كوؤ۔ ??غه ووئيل مونږ ټول عمري د ادارو احترام كړے او غواړو چې ادارې دې د خپل حد دننه كار وكړي