اسلام آباد۔17مارچ(اے پی پی) د وزیراعظم عمران خان په خصوصي سپارښتنه د روژې په مباركه مياشت كښې به صارفينو ته د اپرېل اولنۍ نېټې نه په 19 څېزونو د 7 اربه 80 کروړه روپو سبسډي وركولې شي۔ د يو??ېل??ی سټورز کارپورېشن وياند له مخې د رېليف پېكج له مخې به یوټیلیټی اسټورز کارپورېشن (یو اېس سی) ته په 19 ضروري څيزونو د 7 اربه 80 کروړه روپو سبسډي وركولې شي۔ هغه ووئيل رمضان پېكج كښې اي سي سي چې په كومو څيزونو د سبسډي منظوري وركړې په هغې كښې اوړه ٬ غوړي ٬ د چڼو دال ٬ مونګ دال ٬ مسور دال ٬ سپينه چڼه ٬ كھجورې ٬ باسمتي ??ريژې ٬ شربت ٬ چائے ٬ پۍ او مصالحې شاملې دي۔ هغه ووئيل په یوټیلټی سټورز به په چينو 40 ٬ په غوړو 20 ٬ به تېلو 20 ٬ به كھورو 20 روپۍ سبسډي وركولې شي۔ هغه ووئيل ګرد هېواد كښې په 4 زره يو??ېل??ي سټورز كښې به د ضرورت څيزونو شتون باوري كولو له د اپرېل اولنۍ نېټې نه خريداري پېل كړے شي