اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خ??ن وئيلي دي د حكومت اصل كاميابي به دا وي چې په پنځو كلونو كښې ئې څومره خلق د غربت نه خ??اص كړي ، د كبانو په څانګه كښې ډېر صلاحيت موجود دے، د سېلګرې او كركيلې په څانګو كښې زمونږ د اقداماتو په نتيجه كښې به د اولس ژوند بدل شي، بېنكونه دې خلقو ته قرض وركولو لپاره د خپلې عملې تربيه وكړي، په دې لړ كښې دې ګېلې لرې كړے شي. د ماحول په خيرنوالي كښې كمے راوستلو لپاره به نوي او ماډل ښارونه جوړوو، د سندھ حكومت سره په ګډه به خزله سمندر ته د غورزولو مخ نيوي لپاره اقدامات كوو. ده دا خبرې د زيارت په ورځ د كامياب جوان پروګرام له مخې د كب پالوونكو بااختياره كول?? د ??روګرام له مخې د بحري چارو وزارت او د څلورو بېنكونو ترمېنځه د تفاهم يادښت لاسليك كولو دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. په دې موقع د بحري چارو وفاقي وزير علي زېدي ا?? د ??زيراعظم خاص مرستيال عثمان ډار هم موجود وو. وزيراعظم په دې پروژه د بحري چارو وزارت ا?? د ??امياب جوان پروګرام انتظام كوونكو ته مباركي وركړه. وزيراعظم ووئيل دا غوره پروژه ده او دې سره د كب پالونكو په ژوند كښې بدلون راوستلے كېدے شي. ده ووئيل دا پروګرام زمونږ د نظرئي له مخې دے. زمونږ د تحريك پنځه ويشت كلونه پوره كېږي. زمونږ كاميابي به دا وي چې مونږ ډېر خلق د غربت نه خ??اص كړو . وزيراعظم ووئيل د يو اېن ډي پي رپورټ له مخې په خېبر پښتونخوا كښې د كال 2013م نه تر 2018م غربت تر ټولو زيات كم شوے او د شته مند او غريب فرق كم شوے او د عام وګړي حالات ښه شوي. وزيراعظم ووئيل پنځه كاله پس به زمونږ اصل كاميابي دا وي چې مونږ څومره خلق د غربت نه خ??اص كړي. وزيراعظم ووئيل د كبانو پېشې سره تعلق لرونكي په سختو حالاتو كښې ژوند تېروي، د دوي چې مزدوري ونه شي نو وږي پاتې كېږي. ده د څلورو بېنكو ستائنه وكړه كومو چې دې پروګرام لپاره شركت كړے. وزيراعظم ووئيل د معيشت په پرمختګ كښې د بېنكونو مهم كردار وي. ده ووئيل بېنكونه دې خلقو ته قرض وركولو لپاره د خپلې عملې تربيه وكړي، په دې لړ كښې دې ګېلې لرې كړې شي. په الودګۍ كښې كمي راوستلو لپاره به نوي او ماډل ښارونه جوړوو. وزيراعظم ووئيل په لاهور كښې به د ماحول خيرنوالي خاتمې لپاره ونې نالولې شي. د دې څخه وړاندې د بحري چارو وفاقي وزير علي زېدي ا?? د ??زيراعظم د ځوانانو د چارو خاص مرستيال عثمان ډار هم دستورې ته وېنا وكړه. په دستوره كښې د بحري چار?? د ??زارت او د څلور بېنكونو ترمېنځه كب پالوونكو لپاره د پروګرام له مخې د تفاهم يادښت لاسليك كړے شو.