اسلام آباد۔1مئی(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي حکومت د مزدور او دياړي مار طبقې مسئلو ادر??ك لري٬ د مزدورانو نړيوالې ورځې په موقعه خواري كښو ته د عقيدت پېزوئينې وړاندې كوم۔ د هېواد پرمختګ د خواري كښو پرمختګ سره تړلے دے۔ وزیراعظم عمران خان د مزدوراو دياړي مار طبقې لپاره فكرمند دے۔ د داسې طبقو په ژوند كښې بدلون راوستلو د وزيراعظم مشن دے۔ د وزیراعظم عمران خان احساس پروګرام خواري كښو لپاره د هغه د پالېسيو عكاسي كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه تېره ورځ د مزدور ورځې په موقع جاري كړې شوي خپل بيان او ملت??ن كښې بېلو دستورو ته خطاب او پلاويو سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ د كورونا نړيوالې وبا په اړه هغه ووئيل كورونا وباﺀ د نړۍ مضبوط او طاقتو?? معيشتونه ځپلې دي۔ د پاكستان په ډول پرمختګ كوؤنكي هېواد لپاره د وباﺀ د اثراتو مقابله كول لوئے چېلنج دے۔ هغه ووئيل مونږ په دې صورتحال كښې خپل خاص پام جغرافیائی معاشی ترجیحاتو ته ګرځولې دې۔ هغه ووئيل ما ګرده نړۍ كښې سفارتخانو ته هدايت جاري كړے دے چې پاکست??ن كښې د كركيلې ٬ فوډ سکېورټی ، انفارمېشن ټېکنالوجی او د سېلګرۍ په شمول بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ په زړه پورې موقعې موجود دي۔ ضرورت د دې خبرې دې چې نړۍ د دې موقعو نه خبر كړې شي۔ هغه ووئيل پاكستان د افغان امن په شمول منطقه كښې امن له به خپلې مصالحانه هڅې روانې ساتي۔ منطقه كښې تل پاتې امن له به نړيوالې ورورلۍ له خپل مثبت كردار ترسره كول وي۔ هغه ووئيل د كشمير مسئله د يوې منطقې مسئ??ه نه ده بلكې نړيواله مسئله ده او د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې به دا حل كول وي۔ هغه ووئيل نړيوالې ورورولۍ له به كشمير كښې د بشري حقونو روانو خلاف ورزيو لړۍ مخنيوي او مظلوم كشميرې اولس د هندي قابض پوځ د ظلم او زياتي نه خلاصولو له خپل كردار ترسره كول وي۔ دې نه وړاندې خارجه وزير ملت??ن كښې يوه مصروفه ورځ تېره كړه