اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) د برتانيې وزيراعظم بورس جانسن د كال 2021 د ماحو??يا??و نړ??والې ورځې په كوربتوب كولو پاكستان ته مباركي وركولو سره د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د ټېن بلين ټري سونامي پشان لويه پروژه د قدرتي ماحول تحفظ او بحالې لپاره مهم پرمختګ ګرځولے. د خالي په ورځ د ماحو??يا??و نړ??والې ورځې په موقع په دستوره كښې په خپل وېډيوئي پېغام كښ?? ده ووئيل چې د قدرتي ماحول تحفظ د ټولو شريكه ذمه واري ده. ده ووئيل چې نن ټوله نړۍ د كورونا وائرس وبا سره مخ ده، دا وبا په اصل كښې د هغه سلوك غبرګون دے كوم چې انسانانو قدرتي ماحول سره روان ساتلې دے. ده ووئيل چې الودګۍ او غېر معياري طرز عمل ماحو??يا??و ته ډېر زيان رسولے دے. موسمياتي بدلون هم د دې نتيجه ده او نن ټوله نړۍ د دې بدلونونو منفي اغېز سره مخ ده. د برتانيې وزيراعظم ووئيل چ?? پاكستان د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د قدرتي ماحول تحفظ او بحالې لپاره ځانګړې پرمخ??ګ كړے. په دې لړ كښې د ټېن بلين ټري سونامي پروګرام پشان اقدامات د ستائنې وړ دي.