اسلام آباد 08 جون (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي د فيك نيوز د زياتېدونكې لعنت په حوصله ماتولو زور راوړے او وئېلې يې دي چې فيك نيوز په ټولنه كښې د اړي ګړي سبب جوړېږي٬اړوندې ډلې دې د فيك نيوز خپرولو څخه ډډه وكړي۔ده دا خبرې د ??يم??ا چيئرمېن محمد سليم بيګ سره د ملاقات په مهال وكړې۔د ملاقات په مهال د ??يم??ا چيئرمېن صدر مملكت ته په پاكستان كښې د اليكټرانك مېډيا ودې او آسانيو په اړه د خپلې ادارې د كال 20 – 2019 رپورټ وړاندې كړو۔ده په هېواد كښې رېښتيا او سمو معلوماتو لپاره شوي اقدامات هم په ډاګه كړل۔په دې موقع صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ووئيل ټولنه د بې بنسټه خبرونو چېلنج سره مخ ده او دا د اړوندو اسټيك هولډرز ذمه واري ده چ?? هغوي د فيك نيوز ??پر??دو څخه ډډه وكړي ځكه چې دې سره خلق مسئلو سره مخ كېړي۔صدر ووئيل نا سمه خبرونه ??پر??دل د اسلام روح خلاف كار دے او دا د مېډيا هاؤسز اېډيټوريل بورډ او علماﺀ كرامو اخلاقي ذمه واري ده چ?? هغوي د بې بنسټه خبرونو چېلنجونو مخ نيوي لپاره په خلقو كښې خبرتيا پېدا كولو او د هغوي لارښوونه كولو له خپل كردار تر سره كړي۔ده د ??يم??ا په چيئرمېن زور راوړو چې د اليكټرانك مېډيا د لارې غ??ر جانبداره٬درست او تصديق شوي معلومات خپرول باوري كړي دغسې چې د فيك نيوز مخ نيوې باوري كړے شي۔صدر د ??يم??ا كاركردګي وستائېله او د ??يم??ا چيئرمېن له ئې د خپلې هر ممكنه مرستې باور وركړو۔