اسلام آباد۔8جولائی(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د پارليماني رپورترز اېسوسي اېشن نوې ټاكلې شوي صدر صدیق ساجد، نائب صدر احمد ن??از خان ??و سېکرټری جنرل آصف بشیر په شمول نورو عهدېدارانو ته مباركي وركړې ده۔ د زيارت په ورځ يو بيان كښې هغه ووئيل د عهدېدارانو ټاكنه د صحافي ورورولۍ په دوئي د باور څرګندونه ده۔وفاقی وزیر ووئيل د پاكستان ??حريك انصاف حكومت آزادۍ سره د رائی څرګندونې په بنيادي ٬جمهوري او آئيني حق بشپړه باور لري۔ آزاد، فعاله او متحرکه ميډيا د جمهوريت مضبوطيا او د جمهوري قدرونو ودې له ضروري ده۔ هغه ووئيل د قومي ??سم??لۍ او سېنټ غونډې كاررو??ئي اولس ته رسولو كښې د پي آر اے كردار دستائنې وړ دے۔ وفاقي وزير ووئيل خبريالانو ته د پېښو ستونزو حل ٬ د دوئي خېر ښیګړه ٬ سلامتيا او د دوئي د حقونو تحفظ زمونږ په ترجيحاتو كښې شامل دے۔ هغه هيله ولرله چې د پي آر اے نوې ټاكلي شوي عهدېداران ??ه د خبريالې ورورولۍ په خذمت كښې خپل بشپړه كردار ترسره كوي