اسلام آبا?? 09 ??ولائي (اے پي پي) د سركاري افسرانو د كاركردګۍ رپورټ د اولس د شكاياتو حل سره د مشروط كولو پرېكړه شوې. د وزيراعظم ډېلېوري يو??ټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د اولس د شكاياتو حل لپاره د وزيراعظم عمران خان د وژن له مخې يو بل تاريخي قدم پورته كولو سره د سركاري افسرانو د كاركردګۍ رپورټ د اولس د شكاياتو حل سره د مشروط كولو پرېكړه شوې او د سركاري افسرانو په اے سي ??ر كښې د اولس د شكاياتو په ازاله د كاكردګۍ درجه او د نمبر وركولو تجويز وركړے شوے. د بيان له مخې د وزيراعظم په هداياتو د اسټېبلشمنټ ډويژن ??ه د طريقه كار وضعه كولو مراسله لېږل شوې. په مراسله كښې وئيلي شوي دي چې د اولس د شكاياتو حل بايد د كوم هم سركاري افسر وړومبې ذمه واري وي. د شكاياتو فوري حل او د اولس اطمينان د سركاري افسر د كاركردګۍ د جاج اخستلو غوره پېمانه ده. په مراسله كښې هدايت شوے چې د سركاري افسرانو په اے سي ??ر كښې د اولس د شكاياتو د حل په اړه د كاركردګۍ شاملولو طريقه كار دې جوړ كړه شي.