ملتان 10 جولائي (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم ??اه محمود قريشي وئيلي دي چې د افغانستان مسئل?? په اړه پاكستان او امريكا په يو پېج دي، زما په دې لړ كښې د امريكې خارجه وزير انتوني بلنكن سره خبرې شوې دي، امريكا هم په افغانستان كښې سوله او ثبات غواړي، م??نږ هم دا غواړو چې د افغانستان د مسئلې سياسي حل راوځي. د خالي په ورځ په ملتان كښې خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د وړومبې ورځې نه وائي چې د افغانستان مسئله كوم پوځي حل نه لري، د افغانستان د مسئلې دې سياسي حل راوباسل شي. ده وويل چې د افغانستان په مسئله پاكستان ټولو سره په راب??ه كښې دے. مو??ږ د طالبانو استازو سره هم رابطه لرو او د افغانستان د منتخب حكومت استازي هم مونږ سره په راب??ه كښې دي. ده ووئيل چې د افغانستان خارجه وزير ته مو د پاكستان د دورې كولو بلنه وركړې او زه ئې د دور?? په انتظار يم. ده ووئيل چې مو??ږ د پخواني شمالي اتحاد استازو ته هم بلنه وركوو. دا ټول د افغانستان پرېكړه كوونكي قوتونه دي. دا مسئله به د مټو په زور حل نه شي، قبضه كول د دې مسئلې حل نه دے. مونږ نه غواړو چ?? په افغانستان كښې بېرته كورنې جګړه پېل شي. مو??ږ د 90 لسيزې افغانستان ليدل نه غواړو. بايد د سباٶن افغانستان سوله ايز، پرمختللې او مستحكم وي. مونږ ته د افغانستان د لارې تر مېنځنې اسيا تجارت لپاره رسنه ترلاسه كول دي. ده ووئيل چې مونږ سيمه ايزو قوتونو سره په تماس كښې يو. د يوې پوښتن?? په ځواب كښې خارجه وزير ووئيل چې د آزاد كشمير په ټاكنو كښې به پاكستان تحريك انصاف كاميابي ترلاسه كوي.