تهران 05 اګست(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره د خپل پلاوي د ايران نوي ټاكلي شوي صدر سيد ابراهيم ريئسي سره تهران كښې ملاقات كړے۔ د ملاقات په مهال په پاك ايران اړيكو ٬ سيمه ايز پرمختګ ٬ اقتصادي مرستې او د پارليماني تړون په لا قوي كولو د خي??لا??و څرګندونه وشوه۔ د سېنېټ چئيرمېن دا مهال د ايران نوي ټاكلي صدر د سوګند پورته كولو په دستوره كښې ګډون كولو له د ايران په دوه ورځنۍ دوره دے۔ هغه وزيراعظم عمران خان د سوګند پورته كولو دستوره كښې د پاكستان نمائندګي كولو لپاره نومولے ؤ۔ نوے ټاكلے صدر د ملاقات په مهال دوه اړخيزو اړيكو او پارليماني رابطو ته لا وده وركولو او د اقتصادي اړيكو مستحكمولو ته صلاح شوے۔ د سېنېټ چئيرمېن په دې موقعه د ايران نوي ټاكلي شوي صدر لپاره د پاكستاني اولس ٬ پارليمان ٬ صدر او د وزيراعظم لخوا د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره و??ئي?? د ايران نوي ټاكلي صدر په مشرۍ كښې به دوه اړخيزه پخوانۍ ٬ مذهبي ٬ كلتوري ??و تجارتي اړيكې لا مضبوطې شي۔ دواړه لارښود د اسلاموفوبيا ز??اتېدونكو رجحاناتو مخنيوي له په ګډه هڅو كولو ته هم صلاح شول۔ صادق سنجراني و??ئي?? د دواړو هېوادونو ترمينځه د پارليماني پلاويو تګ راتګ زياتولو ته اړتيا ده۔ دواړو لارښودو د كشمير او فلسطين په مسئله هم خبرې كړي ۔ د سېنېټ چئيرمېن و??ئي?? د كشميري ??ولس د خپلواكۍ حق مرستې لپاره او په كشميري ??ولس د هندي ظلمونو مخنيوي له به نړيوالې ورورولۍ له په ګډه كار كول وي۔ هغه د كشميري ??ولس د خپلواكۍ حق په پرله پسې ملاتړ كولو د ايراني مشرتابه مننه وكړه۔ هغه و??ئي?? د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت ودې له به د بلوچستان پولې ته نزدې سيمو كښې نورې هم تجارتي لارې او منډيانې پرانستل وي۔ هغه د بلوچستان تربت ٬ پنجګور او مكران ډويژن ته ايران څخه د برېښنا پرله پسې رسنه باوري كولو خواست وكړو۔ د دې په ځواب كښې د ايران صدر و??ئي?? سيمه ايز تجارت ته د ودې وركولو په لاره كښې پېښې ستونزې به لرې كولې شي او د بلوچستان يادو كړو سيمو ته د برېښنا پرله پسې رسنه كښې پېښی ستونزې له حل كولې شي