سرینګر۔7اګست(اے پی پی) مقبوضه كشمير كښې ??نجمن اوقات وئيلي دي چې جامع مسجد سرينګر كښې نزدې 4 مياشتې پس د جمعې لمونځ ادا كړے شو۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې قابض انتظاميې د وائرس خپرېدو مخنيوي په نامه په تاريخي جامع مسجد كښې ?? جمعې په لمونځ بندېز لګولے ؤ۔ انجمن اوقات په کوروانا ’’ اېس او پی“ عمل باوري كولو له ټ??ل انتظامات كړ?? وو۔ د انجمن اوقات جامع مسجد صدر او د حریت فورم چیئرمین میر واعظ عمر فاروق ته د جمعې لمونځ ادا كولو له د كور نه د بهر وتلو اجازه ورنكړې شوه۔ قابض انتظامې دې د كال 2019٬ اګست مياشتې 4 مې نېټې ??ه په كور نظر بند كړے دے۔ د جمعې خ??به كښې ?? جامع مسجد امام د جمعې لمونځ يو وارې بيا په بحال كېدو د پاك پروردګار مننه وكړه۔ هغه د مير واعظ عمر فاروق د دوه كلونو ??ه په كور نظر بند پاتې كېدو د افسوس څرګندونه هم وكړه۔ هغه ووئيل داسې كولو سره قابض انتظاميه د كشميري مسلمانانو جذباتو ته زيان رسوي