اسلام آباد10اګست (اے پي پي)صدر ډاکټر عا??ف علوي سره د ن??ئي??ر د قامي اسمبلۍ سپيکر سېني عُمارو په مشرۍ كښې پارلماني پلاوي د نهې په ورځ ليدلي دي ۔ په دې موقع پلاوي سره په خبرو كښې صدر ووئيل پاکستان د “لُک افريقه ” پاليسۍ له مخې ن??ئي??ر س??ه اړيكو ته خاص اهميت وركوي٬ د پاکستان او ن??ئي??ر ترمېنځه دوه اړخيزه معاشي او تجارتي اړيكو كښې زياتوالي ته اړتيا ده ۔ صدرووئيل پاکستان به سږ كال د ن??ئي??ر 100 زده كوٶنكو ته په پاكستان كښې تعليم لپاره سكالرشپ وركوي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پارلماني مرستې يادښت سره به په دوه اړخيزه اړيكو كښې لا بهتري راشي، د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت او د كاروبار ودې لپاره ترجيحي تجارتي لوظنامې ته اړتيا ده ۔ د ن??ئي??ر د قامي اسمبلۍ سپيكر سېني عُمارو ووئيل ن??ئي??ر پاکستان سره په ب??لا بېلو څانګو كښې مرستې ته وده وركولو له خوښي لري، ن??ئي??ر د کاروبار، معيشت، تجارت او كركيلې په څانګو كښې پاكستان سره اړيكې مضبوطول غواړي او د زرعي پېداوار زياتوالي او نهري نظام جورولو لپاره د پاکستان د معاونت خواهشمند دے۔د ن??ئي??ر د قامي اسمبلۍ سپيكر د پاكستان لخوا په سل سكالرشپس او په مېلمستياﺀكولو د پاكستان ستائنه وكړه۔ په دې موقع ده صدرډاكټر عا??ف علوي ته د ن??ئي??ر دورې بلنه هم وركړه۔