اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي د عمران خان په مشرې كښې د اقليتونو ټول حقونه او دوي ته اسانۍ باوري كوو، اقليتونه به د ژوند په هره څانګه كښې د بشپړ كردار ترسره كولو ټولې موقعې ولري، د اقليتونو د حقونو پاسداري د اسلام په تعليماتو كښې مهم حثيت لري. د شورو په ورځ د اقليتونو نړيوالې ورځې په موقع خپل پېغام كښې وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل رواداري، د يو بل احترام او د ??ر ډول امتياز نه غېر د ب??ري حقونو تحفظ د اسلام?? ټولنې بنيادي تقاضا ده، زمونږ په آئين كښې هم اسلامي اصول په پوره ډول رايوځاے كړے شوي. ده ووئيل اوسني حكومت د اقليتونو خېر ښېګړې لپاره ګڼ شمېر اقدامات كړي، د جمهوري رواياتو ودې لپاره به د مذهبي همغږۍ هڅې زياتولې شي