اسلام آباد۔28اګست(اے پی پی) د بهرنیو چارو وزیر مخدوم شاه محمود قریشي وئیلي دي چې که په افغانستان کې سوله او ثبات وي ، ټوله سیمه به ترې ګټه پورته کړي٬ که افغانستان یوازې پرېښودلے شي ، دا به د ټولو په زیان وي۔ په اسپائلرز كښې هند تر ټولو وړومبے دے۔ هند د منطقې امن له منځه وړلو پسې شوے دے۔ ګاونډي هېوادونه د افغانستان معاملې نه ښه خبر دي۔ د خالي په ورځ افغانستان كښې د روانې وضعې په اړه خپل بيان كښې شاه محمود قرېشي ووئيل د څلور هېواديزې دورې په مهال مشرتابه سره شويو ملاقاتونو كښې ماته د افغانستان په اړه د هغ??ي د نقطه نظر معلومولو موقع ترلاسه شوه۔ د ګاونډی هیوادونو فکر ریښتینی و. که په افغانستان كښې وضعیت خراب شي نو ټول به اغېزمن شي٬ که په افغانستان کښې سوله او ثبات وي ، ټوله سیمه به ترې ګټه پورته کړي۔ د طالبانو مشرتابه ټولو سره تماس نيسي۔ د افغانستان خلک له څو لسیزو راهیسې د جګړې سره مخ دي. هغ?? ووئیل چې د افغانستان خلک سوله غواړي ، دوی د تېرو غلطیو زيان پورته كوي۔ مونږ ټول باید له تېر وخت څخه زده کړه وکړو دا بايد تکرار نه شي٬ که له افغانستان څخه مثبت پیغام راځي ، باید ډاډګيرنه ئې و??ړې شي٬ که افغانستان یوازې پاتې شي ، دا به د ټولو په زيان وي۔ هغ?? ووئيل د افغانستان په معامله د پاكستان مصالحانه كردار وستائلے شو۔ هغ?? ووئيل كابل كښې د روان انخلاﺀ عمل كښې هم پاكستان د بېلو هېوادونو سفارتي عملې ويستلو كښې مرسته كوي۔ مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل پي آئي اے په دې صورتحال كښې مهم كردار ترسره كړے۔ په پاكستان خلك د باور څرګندونه كوي او د پاكستان مننه كوي۔ خارجه وزير ووئيل هند بېلې ډلې ترهګرۍ لپاره يو ځائې كړې۔ هند د منطقې امن له منځه وړل غواړي۔ هغ?? ووئيل اندېښنې شته مونږ له به ??حت??اط كول وي۔ هغ?? ووئيل افغانستان سره مو خپله پوله بنده ??ړې نه ده۔ بارډر مېنجمنټ لپاره مو ګامونه پورته كړي دي۔ هغ?? ووئيل تېره ورځ خپل برطانوي همڅنګ سره د افغانستان په معامله زما خبرې وشوې٬ هغ?? ته ما د پاكستان په رېډ لسټ اېښودلو پرې??ړې ته د بيا كتنې هم ووئيل۔