اسلام آباد 15ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزیر مملکت فرخ حب??ب وئيلي دي د خبريالانو ٬ ميډيا كارمندانو تنخاګانو ، د نوکرو تحفظ، د فیك نیوزمخ نيوي او ویج بورډ څخه به يو انچ شا ته لاړ نشو، د صحافت آزادي د چا څخه د ګټې كولو يا د چا د تحفظ نامه نه ده، قانون هغه وي كوم ایکټ چې د پارلمان يا د آرډیننس د لارې راشي ، د پی اېم ډي اے فریم ورك لا د مشاورت د عمل نه تېرېږي ۔ده د شورو په ورځ د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونډې ته بريفنګ وركولو۔ د غونډي مشري چیئرمېن فیصل جاوید كوله۔د اطلاعات او خپرونو وزیر مملکت فرخ حب??ب ووئيل د خبريالانو د تحفظ بل قامي اسمبلۍ د بشري حقونو قائمه كمېتۍ كښې درېو مياشتو څخه ځنډولے كيږي،18م بدلون نه پس د امن چارې د صوبو دي ،عزیز میمن، ??جے لالوانی کیسز كښې څه شوي ؟ ده ووئيل میډیا له د اشتهارات په لړ كښې يو ارب 70 كروړه روپۍ وركړې شوي۔ ده ووئيل قامي اسمبلۍ او د سېنېټ قائمه كمېټۍ كښې سټيك هولډرز د پیمرا،آئي ټي این اياو د پریس کونسل قوي كولو خبره كيږي، پي اېم ډي كښې دا هرڅه موجود دي۔په غونډه كښې پي بي اے، اے پي این اېس، سي پي این ای،پي اېف یو جے او د صحافتي تنظ??مو??و عهدیدارو د پي اېم ډي اے په اړه خپل وړاندېزونه هم وركړل