اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي اسلامي نړۍ قيادت لپاره پاكستان او سعودي عرب پلو ګوري، دواړو هېوادونو قيادت د ټولي نړۍ د قيادت كولو صلاحيت ??ري?? دواړو هېوادونو په هر سخت وخت كښې د يو بل ملګرتيا كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د پاك۔سعودي اړيكو په ، حال او د سباؤن په سرخط سيمينار ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د ملګرتيا وړومبۍ لوظنامه په 1951ء كښې شوې وه، سعودي عرب س??ه د پاكستان ملګرتيا لوي تاريخ ??ري?? پاكستان سعودي عرب س??ه بې كچه مينه لري۔ده ووئيل كله چې د ګاوندي هېواد اتومي چاؤدنو په ځواب كښې پاكستان اتومي چاؤدني وكړي نو په دې پاكستان د بنديزونو سره مخ شوے ؤ، په دغه موقع دوست هېوادونو بشپړه مرسته كړې ۔ده ووئ??ل سعودي عرب س??ه د پاكستانيان مينه به ټول عمري وي ، د پاكستان خواري كښ د سعودي عرب رغونه او پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي او زيات ترسيلات زر پاكستان ته هم راليږي، پ??كستاني خواري كښ او پروفيشنلز په سعودي عرب كښې كار كولو له خوښي لري۔ده ووئ??ل سعودي عرب د افغان كډوالو په معامله زمونږ مرسته كړې ،په نړيواله كچه د دواړه هېوادونو مرسته مثالي ده، اسلامي نړۍ قيادت لپاره پاكستان او سعودي عرب پلو ګوري، د دواړو هېوادونو قيادت د ټولي نړۍ د قيادت كولو صلاحيت لري۔ صدر ووئيل حضور اكرم (ص) او خلفاے راشدين چې د نړۍ سره اړيكو لپاره كوم اصول وضع كړي هغه اوس نه ښكاري ،نړۍ له داسې قيادت ته اړتيا ده د چا بنياد چې په اخلاقيات، همدردي او اصولو اډانه لري نه چې اړيكي د تجارت او ګټې سره وتړلې شي۔ ده ووئيل د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د ماحوليات پشمول د نورو څانګو په اړه ښه وژن ??ري?? د سعودي ويژن 2030ء يو تاريخي بدلون دے، سعودي عرب كښې نوے ښار جوړېږي، دا به لوي ځانګړے كاروباري مركز وي۔صدر ووئيل پاكستان چې څنګه د كورونا وبا مقابله كړې هغه نړۍ لپاره يو مثال دے، نړۍ د افغانستان څخه په انخلاء كښې د پاكستان مننه كوي خو د دې باوجود د پاكستان په ضد د فيك نيوز په بنياد كمپائن چلولے كيږي۔ده ووئيل ټول قام د حرمين شريفين تحفظ لپاره چمتو دے، پ??كستانيان چې څومره مينه د پاكستان سره لري دومره د سعودي عرب س??ه لري۔ صدر په دې موقع د سعودي عرب په قامي ورځ هغوي مباركي وركړه۔ سيمينار ته په خپله وينا كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسين ووئيل پاكستان او سعودي عرب خپلو كښې د زړونو خپلولي ??ري?? دواړه هېوادونه د مذهب، تاريخ او اخوت نه ختميدونكي خپلولي ??ري?? سعودي عرب س??ه زمونږ اړيكي د پاكستان د آزادۍ څخه د وړاندې څخه دي۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان او شهزاده محمد بن سلمان د لارې د دواړه هېوادونو ترمينځه د اړيكو يو نوے دور پيل شوے، د پاكستانيانو زړونه د مكې او مدينې لپاره درځيږي۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري ووئيل د سعودي عرب قامي ورځې په موقع هغوي لپاره د ميني څرګندونه كوو، د پاكستان او سعودي عرب اړيكي نه ختميدونكي دي۔په دې موقع په خپل خطاب كښې په پاكستان كښې د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد المالكي ووئيل پاكستان يو مهم اسلامي هېواد دے، دواړه هېوادونه خپلو كښې د ملګرتيا ، ورورولۍ ، سياسي، عسكري او په اولسي كچه غوره اړيكي لري۔ده ووئيل د سعودي او پاكستان سپريم كونسل جوړول خوشبينه دے،دې كونسل څخه د دواړه هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا اړيكو عكاسي كېږي