اسلام آباد11اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان سپارښتنه كړې په عشر?? رحمت اللعالمين كښې د ځوانانو او ماشومانو ګډون باوري كړئ او د رسول كريم صلی الله عليه وآله وسلم د ورځني ژوند اصول رامخې ته كړئ. ده دا سپارښتنه د ګل په ورځ د عشر?? رحمت اللعالمين او د دولسم ربيع الاول په اړه د غونډې مشري كولو په مهال وكړو. د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ته د عشر?? رحمت اللعالمين په اړه د جوړې لائحې په اړه تفصيلي بر??فنګ وركړے شو. په غونډه كښې وفاقي وزيران?? چوهدري فواد حسېن، نورالحق ق??دري او خاص مرستيالانو ډاكټر شهباز ګل او ارسلان خالد ګډون وكړو. وزيراعظم ووئيل حضور صلی الله عليه وآله وسلم ټول كائنات لپاره د رحمت په توګه نازل شوے. د نبي كريم صلی الله عليه وآله وسلم سيرت ټول انسانيت لپاره د لارې مشال دے. دغسې وزيراعظم په دې مهال سپارښتنه وكړه چې په عشر?? رحمت اللعالمين كښې د ځوانانو او ماشومانو ګډون باوري كړئ او د رسول كريم صلی الله عليه وآله وسلم د ورځني ژوند اصول رامخې ته كړئ.