اسلام آباد۔20اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او ??پرونو وفاقي وزير چوهدري فواد ح??ېن وئيلي دي د نبي كريم حضرت محمد ؐ سيرت زمونږ لپاره د لارې مشال دې٬ د هغوي په اسوه حسنه عمل كول په دنيا او ??خرت كښې د كاميابۍ ضمانت وركوي ٬ نن د پاكستان د مدينې رياست په ډول د جوړولو مقصد د خپل لارښود او پېغمبر د صفاتو او ??هترينې نمونې عملي كولو هڅه كول دي٬ هغه د 12 ربيع الاول د نبي كريم (ص) د ولادت ورځې په موقعه خپل بيان كښې ووئيل زمونږ هڅه ده چې مونږ د مدينې رياست تصور څخه لارښودنه ترلاسه كولو سره ګران هېواد يو فلاحي رياست جوړ كړؤ۔ هغه ووئيل منزل زيات لرې نه دې٬ ډېر زر به د دې مثبت اثرات رامخې ته شي۔ هغه وئيل د نبي كريم (ص) په تعليماتو عمل كولو سره مونږ له به قومي ٬ مذهبي او ??جتماعي ګټو ته پا?? كولو سره خپلې رويې او ??وچ بدلول وي۔ هغه ووئيل د روان دور دا غوښتنه ده چې مونږ خپل نبي (ص) سره عشق نړۍ ته د خپلو خبرو ٬ كردار او ??ملې نمونې څخه ثابت كړؤ؟ هغه دعا وكړه چې د ربيع الاول مياشت دې پاك پروردګار زمونږ لپاره د رحمت او ??خښنې سبب وګرځوي ٬ مونږ ته دې د نبي علېه السلام په غوره نمونه د عمل كولو توفيق راكړي او ?? ګران هېواد دې د پرمختګ او ??وكالۍ په لاره روان كړي۔