مدينه منوره 23 اکتوبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په رياض كښې كېدونكې د مېنځني ختيځ ګرين اقدام د مشر??نو په غونډه كښې ګډون كولو لپاره په درې ورځنې سركاري دوره مد??نه منوره ته ورسېدو. خارجه وزير شاه محمود قريشي، د توان وزير حماد اظهر او د وزيراعظم د موسمياتي بدلون خاص مرستيال ملك امين اسلم هم وزيراعظم سره دي. د مد??نه منوره په هوائي اډه د مد??نه نائب ګورنر شهزاده سعود بن خالد الفېصل د وزيراعظم تود هركلے وكړو. عمران خان په روضه رسول صلی الله عليه وآله وسلم حاضري وكړه او نوافل ئې ا??ا كړل. وزيراعظم د پاكستان پرمختګ او خوشحالې سره سره د اسلامي امت اتحاد لپاره دعا هم وكړه. وزيراعظم عمران خان د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز په ب??نه د سعودي دوره كوي. وزيراعظم به د مشر??نو په غونډه كښې د ګډون كولو نه علاوه د پاكستان سعودي سرمايه كارې په فورم كښې ګډون كوي او د سعودي مشرتابه سره به دوه اړخيزه ملاقات هم كوي. وزيراعظم به د مشر??نو په غونډه كښې د ليډ سپيكر په توګه د پاكستان د تجربو نه ګډون كوونكي خبروي. د پاكستان د بلين ټري س??نامې پروژې كاميابي د سعودي پشمول په نړيواله كچه ستائيل شوې ده. د دورې په مهال د وزيراعظم په سعودي كښې پاكستانې ټولنې سره ملاقات هم متوقع دے.