اسلام آباد26اکتوبر (اے پي پي) خا??جه وزير شاه محمود قرېشي په تهران كښې د ايران صدر سيد ابراهيم رئيسي سره د نهې په ورځ ملاقات كړې۔ افغانستان لپاره خاص استازي سفير محمد صادق٬ په تهران كښې د پاكستان سفير رحيم حيات قرېشي او د خا??جه وزارت اعلٰی چارواكي هم د خا??جه وزير سره وو۔خا??جه وزير د پاكستان مشرتابه لخوا د ايران صدر ته د مباركۍ پیغام وړاندې كړو۔خا??جه وزير ووئيل چې پاكستان ايران سره خپلو دوه اړخيزه اړيكو ته ډېر اهميت وركوي كومې چې په جغرافيائي قربت٬ش??يك?? پولو او د امن او پرمختګ ش??يك?? مقصدونو اډانه دي۔ده ووئيل چې د پاكستان او ايران ترمينځه د اعلٰی كچ روابطو په سوب دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم شوي۔خا??جه وزير شاه محمود قرېشي د ايران اعلٰی قيادت لخوا د كشمير په مسئله د ايران پرله پسې ملاتړ او په تائيد د صدر رئيسي مننه وكړه۔د ايران سپريم ليډر آيت الله خامنائي لخوا د كشميري اولس منصفانه ملاتړ د مظلوم كشميريانو حوصلې پورته كړي۔خا??جه وزير صدر رئيسي په افغانستان كښې د استحكام لپاره د پاكستان د هڅو څخه خبر كړو۔خا??جه وزير د افغانستان خراب اقتصادي صورتحال په نظر كښې نيولو سره په نړيوالې ورورولۍ زور راوړو چې د افغان وروڼو د بشري همدردۍ په بنياد معاشي مرستې دې باوري كړي۔د ايران صدر رئيسي خا??جه وزير ته ايران ته په ر??تګ هركلے وئېلو سره د وزيراعظم عمران خان لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔خا??جه وزير دوه اړخيز اړيكو ته لا ودې وركولو او پرامن٬مستحكم او خوشحال افغانستان شريك مقصد وړاندې بوتللو لپاره د دواړو هېوادونو ترمينځه روابط تسلسل په ضرورت زور راوړو۔خا??جه وزير شاه محمود قرېشي د وزيراعظم عمران لخوا صدر رئيسي ته د پاكستان دورې بلنې پخلې وكړو۔صدر رئيسي د بلنې وركولو مننه وكړه