اسلام آباد 12نومبر(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري د جمعې په ورځ په پاكستان كښې د سعودي عرب سفير نواف سعيد المالكي سره ليدلې دي۔په ملاقات كښې د پاكستان عمره كوونكو لپاره فلائټ آپرېشن بحال كولو او د بندېزونو لګېدونكو هېوادونو ??خه په ويستلو خب??ې اترې وشوې۔د مذهبي چارو وفاقي وزير ووئيل د پاكستان حكومت او د مذهبي چارو وزارت به د سعودي په هدايات او اېس او پيز د موثره عملدرآمد لپاره هر ممكنه مرسته كوي۔د عمره آپرېشن بحالۍ غوښتنه به زر تر زره د سعودي چارواكو ته وړاندې كړی شي۔د سعودي سفير عنديه څرګنده كړه هيله ده چې ډېر زر به د پاكستانو زائرينو ??خه د عمرې بندېز پورته كړے شي۔په دې موقع د دواړو هېوادونو لارښودو ترمينځه د پاك سعودي اړيكو او د شريكې خوښې په چارو هم تفصيلي خب??ې وشوې