اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي يوازې په ??اكستان كښې نه بلكې په ??وله نړۍ كښې د ګرانۍ سېلاب راغلے ٬د اولس د ستونزو نه خبر يم٬باور ولرې د ستونزو نه به مو خلاص كړو٬عام وګړي لپاره لويې پیكج راوړو٬خپل ځان ته د شېر شاه سوري وئيونكو په دور كښې د جوړېدونكو سړكونو نه مونږ ار??ان سړكونه جوړوو٬د كورونا صورتحال او د موسمياتي بدلون مخ نيوي لپاره زمونږ حكمت عملي نړۍ ستائېلې۔د نړيو??ل بېنك رپورټ له مخې په ??اكستان كښې غربت كم شوے ۔په راتلونكو لسو كلونو كښې به لس بندونه جوړوو۔زمونږ حكومت د راتلونكو نسلونو سوچ كوي٬ په ??ړۍ كښې ټاكنې ??پي??لې كولو لپاره جديد ټېكنالوجي كارولې كېږي٬د حيرانتيا خبره ده اپوزېشن د اي وي اېم نه ولې يرېږي٬د حكومت د كاركردګۍ څخه دوي خطر لري چې د دوي سياسي دوكانونه به بند شي۔ده دا خبرې د نهې په ??رځ د جهلم للا د لويې لارې دوه مخې كولو د بنياد تيګې اېښودو دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔وزيراعظم ووئيل په ??ړۍ كښې ټاكنې ??پي??لې كولو لپاره جديد ټېكنالوجي كارولې كېږي٬د حيرانتيا خبره ده اپوزېشن د اي وي اېم نه ولې يرېږي٬د حكومت د كاركردګۍ څخه دوي خطر لري چې د دوي سياسي دوكانونه به بند شي۔ده ووئيل وزيراعظم٬وزيراعلٰی او وزيران دروغ نشي وئېلې ځكه چې ټولې شمېرې او معلومات په انټرنېټ موجود دي۔ده ووئيل چې كله مونږ حكومت ته راغلو نو څومره لويه خساره وه٬قرض راپورے ؤ او د قرض قسطونه وركول وو۔تر ټولو لويه خساره مونږ ته پاتې شوې وه خو مونږ هېواد سنبهال كړو٬ده ووئېل زمونږ هڅه ده چې هېواد د تل لپاره پرمختګ وكړي۔ده ووئيل هغه هېوادونه پرمختګ كوي كوم چې د راتلونكو نسلونو سوچ لري٬د راتلونكو ټول ټاكنو سوچ كونكے هېواد پرمختګ نشي كولے٬د چين د پرمختګ راز د اوږدې مودې په ??نصوبه بندۍ كښې پروت دے ٬ ده ووئېل چين خپل خلك د غربت نه ويستلې٬د پرمختيائي پروژو سوچ يې كړے ٬انتخابي ګټې لپاره په ??ېټرو ټرېن اربونه روپۍ لګولو باندې قام پرمختګ نشي كولے ۔وزيراعظم ووئيل د هېواد آبادي مخ په زياتېدو ده٬هېواد ته د اوبو ضرورت دے ٬ مونږ د اوبو كمي سره مخ يو٬د غلې طلب په تندۍ سره زياتېږي٬مونږ له به زرعي پېداوار زياتول وي٬ده ووئېل 50 كاله پس په ??ړومبي ځل درې لويې بندونه جوړېږي٬په راتلونكو لسو كلونو كښې به لس بندونه جوړ كړے شي۔ ده ووئېل د دې پلان مخكښې جوړ كړے شوے ؤ خو عملي شوے نه دے۔د اوبو د ذخيره كولو وړاندې سوچ نه دے لرلے شوے ٬په 2013 كښې مو چې كله د اون?? نالولو سوچ وكړو نو په ??ونږ پورې ټوقې وكړی شوې ځكه چې وړاندې چا اونو بوټ?? نالولو ته پام نه ؤ كړے ٬ځنګلات وهلي شوي وو٬لاهور ته به د باغونو ښار وئېلې شو خو هلته اوس تر خطرناك حد ماحول خيرن شوے ۔دغسې دستورې ته د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن٬د پنجاب وزيراعلٰی او نورو هم وېنا وكړه