اسلام آباد 30 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي معاشرتي او اقتصادي بدلون لپاره د زراعت څانګې ته به پام لرنه كول وي، د اوبو وسائل په ښه ډول كارولو سر?? خپل اقتصادي ضروريات په آسانۍ سر?? پوره كولې شوو ۔افغانستان كښې د امن راتللو نه پس به زمونږ سيمه ايزې رابطې لا زياتې شي۔ده د نهې په ورځ د “ايګري ايپ???’??وشحال پاكستان‘‘ پرانستې دستورې ته وينا كوله۔خارجه وزير ووئيل كه څوك معاشرتي او اقتصادي بدلون له خوښې لري نو د زراعت څانګې ته به پام لرنه كول وي،دې مقصد لپاره د وړاندې نه د فارمرز ايسوسي ايشن بنياد اېښودلے شوے ؤ ۔چې مقصد ئې د كېر كېلې پيداوار زياتولو لپاره انوويشنز كارول ؤ۔نن مونږ زرخيزه زمكه لرو او مونږ له به د خپل پيداوار لا زياتولو لپاره نوې زريعې كارول وي او هم دغه وجه ده چې نن د دې ايګري ايپ ???’??وشحال پاكستان‘‘ پرانسته دستوره كښې زه ستاسو سر?? موجود يم۔خارجه وزير ووئيل زمونږ د نيمې څخه زياته ود??ني د كر كېلې زراعت سر?? تعلق لري ،چيلنج دا دے چې يو مقروض پاكستان به څنګه سوكاله كړے شي او د آئي اېم اېف د غلامۍ څخه به خلاص كړے شي ؟۔ ده ووئيل زما په نظر كښې مونږ دومره صلاحيت لرو چې خپل اقتصادي ضروريات په آسانۍ سر?? پوره كړو ٬ كه مونږ خپل د اوبو وسائل په ښه ډول استعمال كړو او د ټيكنالوجي د لارې دا هر څه ممكن دې۔ ده ووئېل د زراعت په اړه دا وخت ځينې چيلنجونو سر?? مخ يو دغسې د آبادۍ زياته برخه د غريبۍ سر?? ژوند تېروي۔دې نه علاوه روزګار وركول دويم لوئ چيلنج دے دغسې دريم لوئ چيلنج فوډ سيكورټي ده ٬ د دې ټولو حل د كروندګر په سوكاله كولو كښې ممكن دے۔ ده ووئېل د سر??ار?? محكمو صلاحيت د وخت سر?? سر?? كمېږي- نجي څانګه راوړاندې كېږي ٬ مونږ له د سر??اري او نجي څانګې همكارۍ ته اړتيا ده۔ده ووئيل عام كروندګر غواړې چې كور جوړ كړي او بچو له تعليم وركړي او د ناروغۍ په صورت كښې د كور خرڅولو نه غير درملنه وكړې شي،دا هغه وخت ممكن ده كله چې پيداوار زيات شي۔ خارجه وزير ووئيل سر??ار?? محكمو كښې د بهرتو ګنجائش نشته ٬ مونږ له په دې چيلنجونو قابو موندلو لپاره به ټيكنالوجي كارول وي۔نن هره طبقه موبائل فون لري ٬ كتل به دا وي چې دا فون څه لپاره كارولے كېږي؟ د داسې ايپس په كارولو د فون استعمال ګټه ور جوړيدے شي،زرعي پيداوار زياتيدے شي او مونږ خپل معيشت ښه كولې شو