اسلام آباد 02 دسمبر(اے پی پی) د تعليم٬پېشه وره تربيې٬قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير شفقت محمود سره په پاكستان كښې د قطر سفير شېخ سعود بن عبدالرحمان الثاني د هغه په ??فتر كښې ليدلې دي??په ملاقات كښې د دوه اړخيزه اړيكو او شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔په ??ې موقع د قطر سفير د خپل هېواد لخوا د وفاقي تعليم او پېشه وره تربيې وزارت ته د قطر فاؤنډېشن لخوا د پاكستانو زده كونكو لپاره په ??سلام آباد كښې د اعلٰی معياري پرائمري سكول جوړولو وړاندېز وكړو۔سفير ووئيل د قطر سفارتخانه به دهغه زده كونكو ته سكالرشپ هم وركوي د كومو چې والدين فيس نشي برداشت كولے ۔دغسې د قطر رياست په ??ماد بن خليفه يونيورسټۍ كښې پاكستانو زده كونكو ته وړيا استوګنه او تنخا سره هر كال د پنځو چوكو وړاندېز هم وكړو??په ګريجوېشن بشپړیدو به دې پاكستانو زده كونكو ته نوكرۍ هم وركولې شي۔وفاقي وزير د عرب رياست تعليمي نظام هم وستائېلو چا چې په نړۍ كښې په ??ړه پورې نوم ګ??لے۔ده په ??رب نړۍ كښې تراوسه د وړومبي فيفا ورلډ كپ په كوربتوب هم سفير ته مباركي وركړه كوم چې د 21 نومبر نه تر 18 دسمبر كال 2021 په قطر كښې كېږي