اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي حکومت او د اطلاعات وزارت د وركنګ جرنلېسټس سره و??اړ دي٬ د پروټېکشن آف جرنلسټس اېنډ ميډيا پروفيشنلز اېکټ كال 2021ء د منظورۍ نه پس د حكومت او ميډيا هاٶسز ذمه وارۍ زياتې شوي ،٬ په تېر دور ك??ې د خپلو خوښو خبريالانو او د ميډيا ډلو خيال ساتلے شوے٬ مريم نواز د دې اعتراف كړے ، د يو عام كس لخوا سركاري وسائل او اختيارات استعمالول غېر قانوني دي۔ دا خبرې وفاقي وزير د جمعې په ورځ د راولپېنډي اسلام آباد يونين آف جرنلسټس(آر آئي يو جے) پلاوي سره په خبرو كښې وكړې۔ ده و??ئيل پروټيکشن آف جرنلسټس اېنډ ميډيا پروفيشنلز اېکټ جوړولو كښې د صحافتي نتظيمونو پشمول ټولو خبريالو ډلو سره مشاورت شوے۔ ده و??ئيل په ماضي كښې به خبريالان د مافياز د لاسه قتلېدل او د ژوبل كېدو پېښې رامخې ته كېدې،۔ ده و??ئيل په هېواد كښې د ذمه وار صحافت ودې ته اړتيا ده٬ خبريال د دې خبرې بايد خيال وساتي چې هر خبر په حق??قي تناظر ك??ې وړاندې كړے شي۔ ده دا تاثر مسترد كړو چې پاكستان كښې پرېس آزادي نه لري، ده و??ئېل مونږ د خپلې ميډيا د آزادۍ موازنه د فرسټ ورلډ سره كوٶ خو حق??قت دا دے چې دلته ميډيا ته د فرسټ ورلډ نه هم زياته آزادي ترلاسه ده۔ په دې موقع آر آئي يو جے د ورکنګ جرنلسېټس د حق??نو تحفظ لپاره پروټيکشن آف جرنلسټس اينډ ميډيا پروفيشنلز ايکټ 2021 په منظورۍ د وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن او د بشري حق??نو وفاقي وزيرې د هلو ځلو ستائنه و??ړه۔ پلاوي د وفاقي وزير خبريالانو ته د رامخې ته مسئلو نه خبر ك??و او وفاقي وزير د مسئلو په هر ممكنه ډول د حل كولو باور وركړو۔ د پلاوي مشر د آل پاكستان نيوز پېپر اېمپلائز كنفېډرېشن (اېپنك) لوکل چيئرمېن او د آر آئي يو جے عمومي سېكتر محمد صديق انظر كوله او په نورو غړٶ كښې لنډ مهاله صدر رانا رضوان، عثمان خان، فرحت فاطمه او نور عهدېدار شامل وو۔