اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاکټر ش??ريں مزاري وئيلي دي چې پروټېکشن آف جرنلسټس اينډ ميډيا پروفېشنلز اېکټ 2021 د خبريالانو پشمول د ميډيا د ټولو پروفېشنلز د حقونو تحفظ لپاره دے٬ د اېكټ پحقله د فوټو ګرافرز او او وېډيو خبريالانو د تحفظاتو نه خبر يو ٬ د دوي تحفظات به ډرې زر لرې كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې په نېشنل پرېس كلب كښې د پروټيکشن آف جرنلسټس اېنډ ميډيا پروفيشنلز اېکټ 2021 پحقله دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ وفاقي وزيرې ووئيل د بل جوړولو په مهال د ټولو شراكتدارو پشمول د خبريالانو تنظيمونو او نوموړو سينئر خبريالانو سره مشاورت شوې ٶ، په دې كښې پاتې سقم به هم قواعد او ضوابط ??وړولو په وخت شراكتدارو سره په مشاورت لرې كولې شي٬ يو قانون هم بشپړه نه وي په ھغې كښې د بدلون ګنجائش وي۔ دې ووئيل دا اېكټ د دوه نيم كالو د شپې او ورځې په خوارۍ او ټولو شراكتدارو سره د مشاورت نه پس منظور كړې شوې دې٬ د دې اېكټ په تيارۍ كښې د وزيراعظم عمران خان بشپړه مرسته ترلاسه وه او ھغوې هر خنډ لرې كولو كښې زمونږ مرسته كړې او په بل كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير فواد حسېن چوهدري خصوصي ستړې او د ټولې كابينې خوښي اخستل هم شامل وو۔ په دې موقع د پي اېف يو جے سېكتر ناصر زېدي د تنظيم پخواني صد?? افضل بټ٬ د اېن پي سي صدر ش??يل انجم٬ عمومي سېكتر انور رضا هم وېنا وكړه ۔ په دستوره كښې د صحافتي تنظيمونو نمائندګانو ٬ خبريالانو ٬ فوټو او وېډيو جرنالسېټس په لويه شمېره ګډون وكړو