اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار وئې??ي دي په 19 دسمبر د اسلامي هېوادونو خارجه وزيرانو په كنفرنس كښې به په افغانستان كښې په بشري صورتحال غور كولے شي۔د كنفرنس كوربتوب د پاكستان د افغ??نا??و سره د اودرېدو د عزم تسلسل دے۔د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار په سوشل مېډيا اكاؤنټ يو ټوېټ كښې وئې??ي دي پاكستان عمر له د افغ??نا??و سره ولاړ پاتي دے۔د خارجه دفتر وياند په خپل ټوېټ كښې يو وېډيو هم شئير كړې چې پكښې د افغانستان وګرو سره د بشري همدردۍ په بنياد مرسته وركولو كښې د پاكستان هڅې ښودلې شوي٬په دې وخت كښې د پاكستان حكومت لخوا 5 اربه روپۍ مرسته وركړې شوې۔په وېډ??و كښې د امريكې د انخلا نه پس افغانستان څخه د 80 زره وګړو په انخلا كښې د پاكستان سهولت كاري هم رامخې ته كړې شوې چې پكښې سفارتكار٬د انټرنېشنل اېن جي اوز استازي او مېډيا هم شامله ده۔په وېډ??و كښې په دې هم رڼا اچولې شوې چې پاكستان په اوسن??و كښې د نوو بارډر كراسنګ پوائنټس پرانستلو سره د طورخم پوله 24/7 په بنياد آپرېشنل كولو او افغانستان له آسانيو وركولو نه علاوه تر 31 دسمبر 2021 د افغانستان درخواست كوونكو لپاره ويزا پروسيسنګ فيس هم معاف كړے دے