اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي دوه اړ??يزه اړيكې لا مضبوطولو لپاره د پاكستان او رومانيه ت??مي??ځه د شريك اقتصادي كمېشن بحالولو ضرورت دے۔د ګل په ورځ په بخارسټ كښې د رومانيه خپل هم څنګ بوګډان لوسيان اوريسكو سره شريك كنفرنس ته خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د دواړو هېوادونو ت??مي??ځه د اقتصادي مرستې ګڼ شمېر امكانات موجود دي كوم چې د دوه اړ??يزه اقتصادي هلو ځلو د لارې استعمالېدې شي۔خارجه وزير هيله څرګنده كړه چې د دې دورې څخه به د دواړو هېوادونو دوه اړ??يزه اقتصادي اړيكو ته لا وده ترلاسه شي۔شاه محمود قرشي د رومانيه خپل هم څنګ ته د پاكستان دورې كولو بلنه هم وركړه كومه چې بوګډان لوسيان اوريسكو په خوشحالۍ سره قبوله كړه۔خارجه وزير ووئيل د پاكستان او رومانيه ت??مي??ځه د 53 كلونو سفارتي اړيكو په مهال دوه اړ??يزه اړيكې ډېرې په زړه پورې دي۔ده ووئيل دواړه هېوادونه په ګڼ شمېر څانګو كښې يو بل سره نزدې مرسته كوي۔خارجه وزير د دې عزم پخلے وكړو چې دوه اړ??يزه اړيك?? به سباؤن كښې لا مستحكمې شي۔خارجه وزير ووئيل د كووېډ 19 وبا چېلنجونو باوجود د تېر مالي كال په مهال د دواړو هېوادونو ت??مي??ځه په تجارت كښې 50.6 فيصد رېكارډ اضافه شوې۔خارجه وزير هيله څرګنده كړه چې دا دوره به د دواړو هېوادونو ت??مي??ځه د پرمختګ لپاره نوې لارې متعين كړي۔خارجه وزير د دواړو هېوادونو ت??مي??ځه د سياسي مشاورت په بحالۍ د رومايه خپل هم څنګ مننه وكړه۔خارجه وزير ووئيل پاكستان د اروپائي ائتلاف مهم تجارتي شراكت دار دے او مونږ اروپائي ائتلاف سره په زړه پورې اړيكې لرو ۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو چيمبرز آف كامرس ت??مي??ځه لوظ نامو سره به دوه اړ??يزه كاروبار كښې نوې موقعې رامخې ته شي۔خارجه وزير ووئيل پاكستان چين سره په ګډه اقتصادي راهداري جوړوي ٬دې سره به پاكستان د نيمې وچې او د مينځنۍ آسياﺀ رياستونو لپاره د تجارت مركز جوړ شي۔خارجه وزير ووئيل د رومانيه هم څنګ سره په ملاقات كښې د افغانستان٬د كشمير صورتحال پشمول په دوه اړ??يزه٬سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه شوې