اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي)اسلام آباد كښې د ??ند ناظم الامور خارجه دفتر ته رابللے شوے او د ??ند كرناټ?? رياست كښې د مسلمانې طالب علمې په حجاب د بندېز اقدام د پاكستان حكومت لخوا غندنه شوې او خپل د تشويش څخه خبر كړے شوے۔د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې د ??ند په ناظم الامور زور راوړلے شوے چې كرناټ?? رياست كښې د آر اېس اېس”بي جے پي”په شريكه مشرۍ كښې د حجاب مخالف كمپائن د پاكستان د تشويش څخه د ??ند حكومت خبر كړي۔د كمپائن په اړه د ??ند سفارتكار په دې حقله د پاكستان د تشويش څخه خبر كړے شو چې دوه كاله وړاندې فروري 2020 كښې په ډېلي كښې د فسادات په نتيجه كښې يې 50 بې ګناه مسلمانان وژلے شوي وو او د هغې وخت نه د مسلمانانو په ضد ناروا سلوك روان دے۔پاكستان په ملګرو ملتونو٬ د ??و آئي سي پشمول په نړيوالې ورورولۍ او په خاص توكه د بشري حقونو په ادارو او تنظيمونو زور راوړے چې په ??ند كښې د اسلاموفوبيا په معامله په هندي چارواكو زور راوړي چې په هېواد كښې د اقليتونو په ضد د انساني حقونو په منظم انداز د خلاف ورزو مخ نيوے وكړي