اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي د كرناټك خودارې جينې چې څنګه غونډه ګردي چېلنج كړې، هغه په خپ??ه يو مثال دے، د اكهنډ هند سوچ د ګاندي او نهرو سېكولر هندوستان مسخ كړے، د خپ??واكۍ د حق په هڅو كښې به د كشميريانو اخلاقي ، سياسي او سفارتي مرسته روانه ساتو. ده دا خبرې د زيارت په ورځ په خارجه وزارت كښې د مقبوضه كشمير په اړه د تصويري نمائش دستورې ته په خپ??ه وېنا كښې وكړې. خارجه وزير ووئيل د نن دا تصويري نمائش د هغو سنګينو ظلمونو نقشه وړاندې كوي كوم چې په مظلوم او بې ګناه كشميريانو كېږي. په اوسني دور كښې حقائق نه شي پټېډے، هندوستان ډس انفارمېشن خپرولې شي، د بې طرفه مبصرينو د داخلې مخه نيولې كولې شي خو د رښتيا لاره نشي نيولې. ده ووئيل مېډيا او په خاص توګه سوشل مېډيا نوي معيارات معرفي كړي. ده ووئيل هندوتوا پاليسي د څومره تباهې سبب جوړېږي، په دې لړ كښې دې د هغو لكونو په شمېر كشميريانو نه پوښتنه وكړې شي كوم چې د يوې مودې څخه دې سره مخ دي. شاه محمود قريشي ووئيل په هند كښې دننه د هندوتوا په ضد پورته كېدونكې غږونه به يو نوے بدلون راولي. ده ووئيل زه په باور سره وايم چې نن د هند د كركې د پالېسو په سبب د كشميريانو زړه او دماغ د ډيلي نه ډېر لرې شوي.ده ووئيل د كشميريانو د خپ??واكې هڅې به كاميابېږي. مونږ به د خپ??واكۍ حق په هڅو كښې د كشميريانو اخلاقي ، سياسي او سفارتي مرسته روانه ساتو