اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې عمر له مې خپلې ډلې ته تلقين كړې چې “وېرېږۍ مه” نن اپوزيشن وائي ”وېرېږۍ مه”، د پاکستان ځوانانو په هره څانګه كښې خپل صلاحيتونه ثابت كړي، د ټيکنالوجۍ په څانګه كښې چې كوم انقلاب راغلے دے ھغې څخه استفاده كولو سره ځوانان او هېواد د سوكالۍ او پرمختګ په لور سمېدې شي، حکومت به د اي-تجارت په لاره كښې ټول خنډان لرې كوي، رجسټرډ فري لانسرز لپاره ټېكس زيرو كړې شوې دې، په راتلونكې څو كالو كښې د اي ??جارت په څانګه كښې برآمدات تر 50 اربه ډالرو زياتېدې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د قامي اي- تجارت پورټل پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع وفاقي زير شوکت ترين، د وزيراعظم خاص مرستيال عون عباس بپي او نور هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل زما پحقله دلته خبره وشوه چې ما د ټولو نه زياته كومه جمله وئيلي دې نو زه پخپله تاسو ته دا وئيل غواړم چې ما د تٶلو نه زياته دا خبره كړې ده چې ”وېرېږۍ مه”، كله چې مونږ اقتدار ترلاسه كړو نو وضعه ډېره خرابه وه او هېواد ديواليه شوې ٶ٬ ما سره د ډلې غم ٶ چې دوي به وېرېږي٬ دې لپاره ما دوي ته تلقين وكړو چې ”ويريږئ ”، كله چې ما د كركټ د ټولو نه مضبوطې ډلې وېسټ انډيز په ضد لوبه كوله نو ھغه وخت به هم ما خپل ټيم ته هم دا وئيل٬ نن اپوزيشن وائي ”وېرېږۍ مه”۔ وزيراعظم په ب??ترين پريزنټيشن عون عباس بپي ته پېرزوئنې وړاند كولو سره ووئيل دوي ښه كار كړې دې او دوي جذبه او جنون لري۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان ځوانانو په هره څانګه كښې خپل صلاحيتونه ثابت كړي، د ټيکنالوجۍ په څانګه كښې چې كوم انقلاب راغلے دے ٬ ځوانانو له دې څخه بشپړه ګټه پورته كول پكار دي۔ وزيراعظم ووئيل د آئي ټي په څانګه كښې لږ اقدامات كولو سره مونږ خپل برآمدات د دوه اربه نه 3.75 اربه ډالرو ته رسولې دي ، په راتلونكې څو كلونو كښې د آئي ټي په څانګه كښې برآمدات تر 50 اربه ډالرو زياتېدې شي ۔ وزيراعظم ووئيل حكومت به په دې لړ كچې ټول خنډان لرې كوي او مراعات او سهولتونه ب?? زياتوي، مونږ رجسټرډ فري لانسرز لپاره ټېكس زيرو كړې دې، مونږ بل ګېټس ته د پاكستان دورې بلنه وركړه ھغه يو داسې شخصيت دې چې د نورې پېسې ګټلو په ځائې ئې د پوليو خاتمې لپاره د پاكستان مرسته كړې په دې ئې زياته پېسه خرڅ كړې ٬ د تېر يو كال په مهال پاكستان كښې د پوليو يو كيس هم نه دې را??خې ته شوې٬ بل ګېټس ته د پاكستان دورې بلنې وركولو مقصد دا ٶ چې د آئي په څانګه كښې هم د دوي خدماتو څخه استفاده وكړې شي، په دې لړ كښې به په راتلونكو ورځو كښې خوشخبري در??وم?? وزيراعظم ووئيل د پاكستان ځوانانو ته دې كله موقع په لاس وركړې دوي د خپلو صلاحيتونو بشپړه مظاهره كړې٬ خو نظام دوي را??ړاندې كېدو ته نه پرېږدي، څومره ټېلنټ چې پاكستان لري په نړۍ كښې چرته نشته، د نظام د نشتوالي باوجود ځوانانو خپل صلاحيتونه ثابت كړې دي، حکومت په هېواد كښې د تعليم د دريو نظامو خاتمه كړې ده او تر پرائمري يو ډول نصاب نافذ كړې شوې دې ځكه چې زمونږ نظام عام وګړې را??خې ته كېدو ته نه پرېږدي٬ شمند او بې وسه لپاره د جلا نظام خاتمه شوې ده، د آئي ټي په څانګه كښې حكومت په هنګامي بنيادونو كار كوي٬ ځوانانو ته بېلا بېل ډول كورسونه او تربيه وركولې كېږي، ځوانان په خاص توګه مېرمنې د آئي ټي په سبب په كور كاروبار كوي، زمونږ لويه آبادي په ځوانانو مشتمل ده٬ د آئي ټي په څانګه كښې د دوي د صلاحيتونو څخه استفاده كولو سره نه يوازې دوي ته روزګار وركولې كېدې شي بلكې د هېواد معيشت ته ب?? ترې هم بلها ګټه وشي ۔ د دې نه وړاندې وزيراعظم د اي۔تجارت په څانګ كښې د ځانګړې كاركردګۍ مظاهره كوونكو ته انعامونه هم وركړل او د اي۔تجارت پورټل پرانسته ئې وكړه۔