اسلام آ??اد 15 فروري (اے پي پي) حكومت د پیټروليم مصنوعات په بيعو كښې د زياتوالي نوټيفيكېشن جاري ??ړے٬د پېټروليم د ليټر بيعه كښې 12.03 روپۍ٬د هائي سپيډ ډيزل بيعه كښې 9.53 روپۍ٬د خاورو تېلو بيعه كښې 10.08 روپۍ او د لائيټ ډيزل بيعه كښې 9.43 روپۍ اضافه شوې٬اطلاق به د فرورۍ د 16مې نېټې څخه وي۔د خزانې وزارت لخوا د نهې په ورځ جاري شوي بيان له مخې په نړيواله منډۍ كښې د پېټروليم مصنوعات بيعه ډېره زياته شوې او دا مهال د كال 2014?? نه پس د پیټروليم مصنوعات بيعه تر ټولو زياته ده۔وزيراعظم عمران خان د جنورۍ په 31مه نېټه د اضافې سمري ??ؤخر كړې وه۔حكومت صارفين ته رېليف وركولو لپاره د سېلز ټېكس شرح صفر كړې۔په بيان كښې وئېلي شوي وزيراعظم په نړيوال ماركيټ كښې د پېټروليم منصوعات په بيعو كښې د زياتوالي تر مخه په هېواد كښې د پېټروليم منصوعات بيعو كښې د اضافې د تجويز منظوري ??ركړې۔د دې اضافې اطلاق به د فرورۍ د 16مې نېټې څخه كېږي۔