پینډي 08 مارچ (اے پي پي)د بلوچستان په تربت ښار كښې د امنيتي ځواكونو په اپرېشن كښې د دوه كمانډرانو پشمول 7 ترهه ګر وژلې شوي۔د پا?? پوځ اولسي اړيكو څانګې(آ??ي اېس پي آر) له مخې امنيتي ځواكونو د تربت په ګور چوپ سيمه كښې د ترهه ګرو په ضد اپرېشن كړے۔ دا اپرېشن د ترهه ګرو د ژالو د موجودكۍ په اطلاع شوے ٬د اپرېشن په مهال د سختو ډزو تبادله شوې ??ې پكښې د كمانډر حاصل ډوډا او واشدل پشمول 7 ترهه ګر وژلې شوي۔د آ??ي اېس پي آر وېنا ده د اپړېشن په مهال ترهه ګرو د تېښتې هڅه كړې او په امنيتي ځواكونو ئې ډزې كړي۔وژلے شوي ترهه ګر په مكران ??ويژن كښې د اوسنو یپښو او په امنيتي ځواكونو بريدونو كښې ككړ وو۔د وژلے شوو ترهه ګرو څخه وسله او چاوېددونكي توكي هم برآمد شوي۔آ??ي اېس پي آر وئېلي دي د ترهه ګرۍ كاروائيو كوونكو خاتمې لپاره به اپرېشن روان وي٬ترهه ګرو ته به د بلوچستان امن٬استحكام پرمختګ له مينځه د وړلو اجازه ورنه كړی شي