ملګري ملتونه16مارچ(اے پی پی)د ملګرو ملتونو د عمو??ي اسمبلۍ لخوا د اسلامو فوبيا مخنيوي نړيواله ورځ لمانځلو له د پاكستان د وړاندې كړي قرارداد په يوه خله منظورۍ نه پس د دې ناوړه رجحان له امله د پېښو خطرو مخنيوي په لړ كښې د ګډې تګلاره جوړولو له د پاكستان او آئي سي او نړيوالو ادارو سره په ګډه د كار كولو لاره هواره شوې ۔ د سفارتي ذريعو له ??خې دا قرارداد په يو داسې وخت كښې را??خې ته شوے كله چې اسلامو فوبيا بام ته رسېدلې۔ په خاص توګه د 9/11 ترهګرو بريدونو نه وروستو ځينې هېوادونو د اسلام تشبيه ترهګرۍ سره وركول پېل كړي وو ٬ د دې رجحان له ??خې د مسلمانانو په ضد كركه خپرون??ي تقريرونه را??خې ته شول۔ ده ووئېل د 19 كسيزه عمو??ي اسمبلۍ لخوا د دې قرارداد منظوري د OICهېوادونو د يوې ډلې كومو كښې چې پاکستان، ترکيه، سعودي، اردن، ایران، نائجر او انډونیشیا شامل دي د كلونو هڅو ??تي??ه ده كومې چې د زياتېدونكې اسلامو فوبيا مخ نيوي له د لوئيديزې نړۍ لوظنامې محفوظولو سبب وګرځېدې۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم چا چې دا قرارداد عمو??ي اسمبلۍ ته وړاندې كړو اے پي پي سره مركه كښې ووئيل مونږ د اسلامي هېوادونو ترمينځه په فعاله مرسته خوشحاله يؤ چې په ??تي??ه كښی ئې د نړيوالې ورورولۍ لخوا د اسلامو فوبيا مخنيوي ضرورت تسليم كړے شو۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان هغه اولنے شخصيت دے كوم چې په ملګرو ملتونو كښی د اسلامو فوبيا مسئله عمو??ي اسمبلۍ ته په كال 2019 كښې خپل وړومبي خطاب كښې وړاندې كړې وه ۔ بلخوا په ملګرو ملتونو كښې د هند سفير ټي اېس تريمورتي په عمو??ي اسمبلۍ كښې د اسلامو فوبيا ورځې په لمانځلو اندېښنه ښكاره كړې ۔ د دې په ځواب كښې پاكستاني استازي منېر اكرم ووئيل د اسلامو فوبیا په ضد د نړيوالې ورځې لمانځلو مقصد يو ??ېد?? دي بېلېدل نه۔ د پاكستان خارجه وزير شاه محمود قرېشي په دې اړه په اسلام آباد كښې په جاري كړي بيان كښې ووئيليدي د دې قرارداد منظوري په يو داسې وخت كښې را??خې ته شوې كله چې زمونږ د ګاونډي هېواد په شمول د نړۍ په بېلو برخو كښې د مسلمانانو په ضد كركه پېدا كوؤنكېوېناګانې ٬ امتيازي سلوك او تشدد زياتېږي۔ خارجه وزير وئيلي دي د اسلامو فوبیا په ضد نړيواله ورځ لمانځلو سره به روادارۍ ٬ يو بل سره په امن پاتې ??ېد?? او د بېن المذاهب او كلتورونو ترمينځه د همغږۍ پېغام ته وده وركولو سره د مخ په زياتېدونكي اسلامو فوبيا او د مسلمانانو په ضد د كركې په اړه په نړيواله كچه شعور بېدار شي