اسلام آباد 17 مارچ (اے پي پي) داخله وزير شېخ رشيد احمد وېيلي دي اپوزيشن دې د تصادم لاره نه خوښوي ګني نتيجې به ښې نه وي٬ د ضمير سودا كوٶنكو پرې??ړه به قام ??وي، اتحاديان ??زيراعظم عمران خان سره ولاړ دي٬ او ان شاء الله وزيراعظم به کاميابېږي٬ په اسلام آباد كښې امنيت د وړاندې نه بهتر دے٬ امن لپاره اقدامات كوٶ، پوليس ته هم جديد نظام ??ركوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ نېشنل پوليس کنفرنس كښې ميډيا سره په خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل پوليس سياست نه كوي٬ ګرده نړۍ كښې د پوليس كار سخت وي، نړۍ كښې سائنس او ټېكنالوجۍ ترقي كړې ٬ پوليس له به هم جديد نطام ??ركوٶ۔ ??ه ووئيل په اسلام آباد كښې به په 21٬ 22 او 23 مارچ په ځائي كچه رخصتي وي٬ په 23 مارچ تاريخي پريډ كېدونكے دے٬ د 25م مارچ نه به مطلع صفاﺀ كېدل پېل شي، د 23 مارچ نه پس به ټوله اونۍ سياسي وي او دا سياسي پهلواني به په اسلام آباد كښې كېږي٬ دې لپاره د 20م مارچ څخه به اسمبلۍ او د لاجز په خوا او شا كښې اېف سي او رېنجرز تعينات وي او دوي ته به بشپړ تحفظ وركوي، ??ه ووئېل په 25م مارچ به د اپوزيشن جلسه وي او امنيت به وركوٶ٬ په 27م مارچ به په ډي چوك كښې تحريك انصاف جلسه كوي٬ په 25م تاريخ به خبر دركوم٬ مونږ به په صحيح وخت سمه پرې??ړه كوٶ۔ شېخ رشيد ووئيل سندھ هاؤس كښې نجي فورس موجود دے٬ هلته د خرڅ او اخستو سلسله روانه ده، د ضمير په پېسه اخستونكو به دا دولت پكار رانه شي، ښه خلق په سخته كښې څوك يوازې نه پرېږدي٬ په حق كښې يا په مخالفت كښې ووټ وركول د اېم اېن اے پرې??ړه ده،??ه ووئېل اميد لرو چې اتحاديان به وزيراعظم عمران خان سره ولاړ وي او دې به كامياب شي او اپوزيشن به ماتي سره مخ شي، عمران خان ??ښې كاميابېږي يا بېلي ورسره لكه د غره ولاړ يم۔ ??ه ووئيل شهباز شريف ايکسپوز شوے ٬ ووټ ته د عزت وركولو چغې چرته دي٬ دوي ته درې نيم كاله پس ناڅاپي د قامي حكومت خيال ورياد شو۔ ??ه ووئيل مونږ په هېواد كښې آئين او قانون عملي كول غواړو