اسلام آباد۔9اپرېل(اے پی پی) د قومي اسم??لۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي ماته ته د حكومت لخوا د عدم اعتماد تحريك په شا د بهرني سازش حوالې سره مراسله وښودلې شوه چې ورسره د دې سازش تصديق كېږي ٬ زما سوګند ما د رياست د خپلواكۍ او سلامتيا تحفظ پابند جوړوي ځكه ما دا پرېكړه كړې چې ما د عمران خان سره د طالبعلمۍ د زمانې نه تر نن ورځې د 26 كالو سياست كړې دې ٬ زه په دې حالاتو كښې د سپیکر شپ څخه استعفی وركولو اعلان كوم۔ د خالي په ورځ د قومي اسم??لۍ اوږدې غونډې په پايه كښې ده ووئيل د سپريم ??ورټ په امر د خالي په ورځ سهار لس نيمې بجې په قومي اسم??لۍ كښې غوڼډه پېل شوه كومه چې تر شپې روانې پاتې شوه۔ ده ووئيل ما د زمكيزو حقائق له مخې پرېكړه كړې ده چې دا مراسله به زمونږ د ريكارډ برخه وي٬ د مخالفې ډلې مشر كه دا كتل غواړي نو هغه هم كتلې شي او د سترې محكمې چيف جسټس ته به هم دا مراسله لېږلې شي۔ ده ووئيل مونږ ټولو له به د هېواد خپلواكۍ او سالميت لپاره ودرېدل وي۔ ده ووئيل زه د سپیکر شپ څخه استعفی وركوم۔ ده ووئيل د سپريم ??ورټ د حكم په رڼا ك??ې به د عدم اعتماد په قرارداد نوره كارروائي د پېنل آف چیئرپرسن غړې سردار اياز صادق كوي۔ ده ووئيل مونږ ټولو له تر ټولو وړومبې پاكستان دې ٬ مونږ له به د دې هېواد سوچ كول وي۔ ده ووئيل عمران خان د هېواد خود دارۍ او د آزاد هېواد په حېث د پاكستان اودرولو له مهم كردار ترسره كړې دې۔